کور / تازه خبرونه / ناټو د څلورم سرتېري د وژلو خبر ورکړ

ناټو د څلورم سرتېري د وژلو خبر ورکړ

په افغانستان کي مېشت د ناټو ځواکونه وايي پر يوه امريکايي او دوو برتانوي عسکرو سربېره يې يو بل پوځي هم په افغانستان کي وژل سوئ دئ.
د دې عسکر هويت نه دئ په ډاګه سوئ خو وايي په يوه پېښه کي د ناسوري ټپ تر اخيستلو وروسته نن په روغتون کي ومړ.
تر دې دمخه نن د دوشنبې په ورځ د هلمند په سنګين او لښکرګاه ښار کي دوه برتانوي عسکر او يو امريکايي د هيواد په ختيځ کي د ماين د چاودنو له امله وژل سوي وو.
ناټو د جنوري پر دېرشمه د ٢٠١٠ کال لومړۍ مياشت ډېره مرګونې وبلله، خو د پښتنو دې متل چي وايي ((مياشت له لومړۍ ورځي معلومېږي)) په پام سره ښايي فبروري تر جنوري هم مرګونې وي.