د فبروري پر لومړۍ نېټه په افغانستان کي دوه برتانوي او يو امريکايي پوځي وژل سوئ دئ.
د برتانيې د دفاع وزارت ويلي دغه دواړه عسکر يې نن د دوشنبې په ورځ د افغانستان په هلمند ولايت کي د سړک د غاړي په ماينونو کي وژل سوي دي.
د دفاع وزارت په وينا يو عسکر يې په سنګين ولسوالي کي او دوهم يې د هلمند مرکز ته نيژدې د ملګير په سيمه کي وژل سوئ دئ.
د ناټو ځواکونو تر دې دمخه د درو عسکرو د مړيني خبر ورکړئ و چي يو يې امريکايي ښودل سوئ وو خو د دوو نورو هويت پټ وو.
بلي خوا ته افغان او بهرنيو ځواکونو په هلمند او جنوبي سيمو کي د پراخو عملياتو د پيلېدو خبر ورکړئ دئ.