د عراق د کورنيو چارو وزارت وايي د دوشنبې په ورځ په پلازمېنه بغداد کي يوې ښځينه ځانمرګي نيژدې ١٥٠ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د کورنيو چارو وزارت په وينا په دې حمله کي چي کربلا ته د تلونکي کاروان په منځ کي سوې ٤١ تنه مړه او ١٠٦ کسان ټپيان سول.
د چارواکو په وينا کربلا ته تلونکي شعيه ګان چي په يوه غټ سراى کي سره راټول سوي وو، يوې ښځي يې په منځ کي ځان وچاودئ او پورتنۍ مرګ ژوبله يې واړوله.
د روغتون ډاکټرانو په ټپيانو کي د ځينو ژوند د اندېښنې وړ بللى دئ.