روسي رسنيو خبر ورکړ چي صدارعظم ولاديمير پوتين او د ليبيا د دفاع وزير تورنجنرال ابوبکر يونس جبار يو داسي تړون لاسليک کړئ چي له مخي به يې روسيه دغه هيواد ته د نيژدې يو نيم ميليارډ ډالرو په ارزښت وسلې ورکوي.
دغه اعلان د لومړي وزير پوتين له خوا د وسلې جوړوني د آيزوک نومي کمپنۍ له منيجر ولاديمير کوروډيتسکي سره د ليدني پر مهال وسو.
پوتين ويلي د دې تړون له مخي به روسيه ليبيا ته ٢٠ جنګي الوتکي، د دفع هوا سيسټم او نيژدې ١٥٠ ټي ٧٢ ټانکونه او ځيني نوري وسلې ورکوي.
د پوتين په وينا دغه تړون يې د ليبيا د دفاع له وزير سره د جمعې په ورځ لاسليک کړ.