کور / تازه خبرونه / پروني دوه امریکایی پوځیان خپل ترجمان وژلي وو

پروني دوه امریکایی پوځیان خپل ترجمان وژلي وو

رویټر او بی بی سی په خپلو تازه راپورونو کی وایی چی پرون چی کوم درې امریکایان وژل سوي وو ( چی لر او بر یې خبر خپور کړی هم و ) ، هغه خپل ترجمان وژلي وو ، چی دﺉ هم افغان الاصله امریکایی تبعه و . خبر وایی چی وروسته نورو امریکایی عسکرو دغه ترجمان پسی وویشت . دا پیښه پرون په وردک ولایت کی منځته راغلې وه . خو د دې مخامخ جنګ اصلی علت معلوم نه دی چی وطنی جذبه وه او که شخصی نزاع .