کور / شعر / غزل

غزل

لاسونه او پښې ځان ته رانيژدې كړو چي ماښـــــام شي
له ويري څخه بندي دروازې كړو چي ماښــــــــــــــام شي

په ورځ د زاهدانو غوندي ګرځو په كــــــــــــــــــــــــــــــــــرار
بدلي د بلا غوندي څېري كړو چي ماښـــــــــــــــــــــام شي

آسمان هم په ډبرو باندي ولو كــــــــــــــــــــــــــــــــــــرۍ ورځ
په وينو باندي سرې د ښار كوڅې كړو چي ماښام شي

بدل شو له فطرته، د رندانو په مــــــــــــــــــــــــــــــــــذهب شو
قربان له سوركو شونډو، سجدې كړو چي ماښام شي

شايد چي له يو بل څخه وېرېږو په روڼــــــــــــــــــــــــــــا كي
د كلي د كورونو ډيوې مړې كړو چي ماښـــــــــــــــام شي

حبيب الرحمن تاثير

تبصره نسته

  1. دا غزل مو بېخي ډېره سره وشاربله، كه كوچ پكې و هغه به يې په لومړي ځل خپرېدو ايستلي وي، خو دا څويم ځل چې هم په لر او بر كې خپرېږي او هم د شاعر په خپل كتاب كې چاپ ده.

  2. کریمه ستا پر باجه ولي زور غلی دی . که يي زور پر لر او بر په ورځي . ته يي شل پکي خپره کړه خبل