د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي په شپږمه نېټه د پخواني شوروي اتحاد ځانګړي فوځونه د تاج بېک په ماڼۍ حمله وکړه، د خلق د دموکراتیک ګوند مشر او د افغانستان جمهور رئیس حفیظ الله امین يې وواژه. د هغه دوه زامن او ځني نور خپلوان هم په دغه پېښه کې ووژل شول. په هغه ورځ حفیظ الله امین د کابینې ځني غړي د غرمې ډوډۍ ته رابللي وو. نجیبه فیضي، چې په هغه مهال کې يې پلار د روغتیا وزیر وو، په هغه ورځ کې د ماڼۍ د مېلمنو ځني وه. هغه د ماشوموالي په شوق سره ماڼې ته تللې وه. تر زندانه لاړله او هغه ورځ يې د ژوند د یوې ترخې خاطرې په ډول په زهن کې پاتې شوه. هغه د تاج بېک په ماڼۍ کې د جدي د شپږمې د ډېرو کمو شاهدانو له ډلې نه ده. په هغو خبرو کې چې له هغې سره مو لرلو، په سر کې مو ترې پوښنه وکړه:
د دېرشو کلونو وروسته، اوس هم د ۱۳۵۸ کال د جدي شپږمه په یاد درځې؟ ستاسو لپاره دغه ورځ ځنګه پېل شوه؟
ښه مې په یاد دي، داسې، لکه چې دا څو ورځې وړاندې به وه. په یاد مې دي چې نیکه مې له قندهاره کابل ته راغلی وو، ټاکل شوې وه چې د عرمې ډوډۍ لپاره د ځینو خپلوانو کره لاړ شو. هغه ځای ته د تللو لپاره تیارېدو چې په ټېلېفون زنګ راغی. د حفیظ الله امین مېرمن وه، د افغانستان لومړۍ مېرمنه. زما له موره يې وغوښته چې باید د تاج بېک ماڼۍ ته چې د حفیظ الله امین کورته ورته تازه تللی وو، د غرمې د ډوډۍ لپاره ورشو.
ددې نه وړاندې مو مور د امین کور لیدلې وو؟ سره يې پېژندل؟ البته پوهېږم چې ستاسو پلار وزیر وو، یواځې غواړم چې تاسو څرګنده کړئ چې ستاسو مور تردې وړاندې هم د افغانستان لومړۍ مېرمن لیدلې وه؟
هو هو، تردې وړاندې ېې څو واره سره لیدلي ول. زمونږ د کورنۍ آشنايي د امین له کورنۍ سره له ډېره وخته وه. مګر باید ووایم چې د جدي د شپږمې پرمهال زما د پلار اړیکې د امین سره چندان ښه نه وې. په همدې خاطر يې زما پلار د روغتیا په وزارت کې ګمارلی وو او د وزارت تصدي د حزب د کوم بل مهم غړي پورې اړه لرله، یعنې د هغه برطرفه کول یو د مهمو سیاسي پرېکړو ځني وه. البته باید ووایم چې په دې خبرو باندې هغه مهال نه پوهېدمه، اوس چې لویه شوې یمه، ورته متوجه کېږمه.
لنډه داچې زه او زما ورور چې تر ما مشر وو، ډېر خوشحاله شوو- ماڼۍ ته په بلنې- په ډېر ټینګار سره مو خپلې مورته وویل چې باید د خپلوانو کره له تګ نه تېره شي او ماڼۍ ته، پاچاهي میلمستیا ته باید لاړه شي. ای کاش چې نه وای تللای. او له هغې ورځې نه وروسته مو په کراتو کراتو د پښېمانې اظهار کړی دی. لنډه داچې د ماڼۍ خواته روان شو. چلوونکی مو د پنجشیر نه وو، الله دې ورته معفرت وکړي.
څو کسه وۍ؟
زه ومه، مور مې وه چې د وو میاشتو حامله وه، ورور مې او چلوونکی چې سالم نومېده او ډېر مو ورسره مینه لرله. هغه په رښتیا هم زمونږ د کورنۍ د یو غړي په شان وو.
پلار مو څنګه؟ لتاسو سره نه وو؟
نه، پلار مې کار ته تللی وو. لنډه داچې د تاج بېک د ماڼۍ په لور وخوځېدو. تر اوسه مې ماڼۍ ته ننوتل په یاد دي او کېدای شي چې هیځکله مې هم له یاده ونه وځي. کیدای شي چې ماشوم زهن به مې د ماڼۍ د ننوتو د ښکلي منظرې تر اغیزې لاندې راغلی وو. تر هغې ورځې پورې مې داسې کوم څېز نه وو لیدلی، په ځانګړي توګه هغه قندیلان او هغه ستر ستر چاچلراغونه. هر ځای روښانه وو. د هغو کورونو په شان وو چې د هالیوډ په فلمونو کې ګورئ، ډیر ښکلی.
د امین مېرمن راغله، هغه داسې یوه ښځه وه چې ډېر ساده لباس به يې اغوسته، ساده افغاني محلي جامې. کله چې مونږ هلته ورسېدو، د زیاترو نورو وزیرانو مېرمنې هم هلته وې.
وزیران هم همغلته ول؟ ټول سره یوځای وۍ؟
نه نه، سړي بیل ول او مېرمنې بیلې. سم لکه یو افغاني سنتي میلمستیا.
وخت دې په یاد دی؟ مطلب مې دا دی چې د اونۍ څوومه ورځ وو؟
د قیقاً، پنج شنبه وه. ښه مې په یاد دي، د ثور اوومه هم د پنج شنبې ورځ وه. له هغې وروسته داسې رواج وو چې پنچ شنبې ته به ېې خطرناک ورځ ویل (په خندا).
لنډه داچې د امین مېرمن په لومړي سرکې د ماڼۍ ځني برخې مونږ ته وښودلې چې، دوي دلته کار کوي، دغه ځای رنګوي، ټاکل شوېده چې پلانکي ځای داسې بدلون وکړي. لنډه داچې د خوړو د خوړلو وخت شو، یو ښکلی مېز برابر شو.
رښتیا! هېر مې شو چې یوه یادونه وکړمه، د پخلنځي تر څنګ یوه خونه وه چې یوه ډله شورویان پکې ول، کله چې د امین مېرمنې د ماڼۍ ځني برخې مونږ ته ښودلې، زما مور ته يې وویل: دوي شورویان دي، ددوي دنده داده چې مخکې لدېنه چې خواړه وخوړل شي، ګوري او څاري يې. د هغوي په منځ کې یوه مېرمنه چې نیلي رنګه سترګې او طاليی ویښتان يې درلودې، هم وه. خپل ویښتان يې شاته تړلي وو.
( د یادونې وړ ده چې ځني روسي مشاورین په افغانستان باندې د شوروي تر یرغل وړاندې په دې هېواد کې ول او په مختلفو دولتي ادارو کې يې مسئولیتونه لرل.)
لنډه داچې د خوراکونو مېز برابر شو، مونږ ته يې په لومړي سر کې سوپ ( ځانګړې ښوروا) راوړل. ښه مې په یاد دي چې دغې روسۍ مېرمنې په یو ډول سره زما مور پرې نښوده چې ټول سوپ وخوري. زما داسې پام شو چې د نورو پام ورته وانه وخته، زما د مور سوپ يې پورته کړه.
هغه څه چې مې له هغې وروسته په یاد دي دادی چې پر مونږ باندې سخت خوب غلبه وکړه، د هغو خوبونو په شان چې د اوړي په غرمو کې په انسان غلبه کوي.
هغه وخت ژمی وو، هوا سړه وه، ورځې لنډې او شپې اوږدې. مګر ټول خوبه وړي ول، ځنې ویده شول، داسې، لکه چې پوه شول چې کومه پېښه شوېده، ځکه چې هغسې دروند خوب د ورځې په هغه وخت کې عادي نه وو.
مور مې پاتې شوه، وروسته بیا په خپله ویله چې هغه حامله وه، غوښتل یې چې لږ صبر وکړي تر څو یې حال لږ ښه شي.
زه ویده شومه. وروستو به مې مور ویل چې وروسته ورو ورو د ماڼۍ فضا غمجنه شوه او حفیظ الله امین خپل ځانګړی ډاکتر چې *توره کی* نومېده، غږ کړه او د هغه معده يې ومینځه.
مور به مې ویل چې هغې ته يې هم درمل راوړی وو. لنډه داچې زه ویده ومه چې ناګهانه د یوې درنې چاودنې له غږ سره له خوبه پورته شومه. په خونه کې تلویزیون چالان وو، ښه مې په یاد دي چې د شاولي سندره یې خپروله.
مور مې چغه کړه چې له سالونه ووځئ! تل چې به کله کوم خطر احساس کېده، ویل به يې چې د کړکې له پنجرو نه لرې ووسئ.
ټول دهلېز ته راغلو. هلته مو حفیظ الله امین ولېده، د خوب جامې يې په تن وې، د امین لېدل راته د خوب په جامو کې او د یو عادي انسان په بڼه ډېره جالبه وه، هغه سړې چې تل يې په تلویزیون کې وینئ چې فرمانونه ورکوي، وعظ کوي او رسمي جامې ېې په تن وي. یو ځل د خوب په جامو کې؟ ماته ډېره عجیبه وه.
د امین تر څنګ د هغه زوي، عبدالرحمان هم وو چې هغه هم بیا په همدې ورځ کې ووژل شو.
تاسو عبدالرحمان هم پېژاندۍ؟
هو، هو، ما د امین د کورنۍ ټول عړي پېژنده. هغوي له یو بل نه پوښتنې کولې چې؛ څوک دی؟ څوک دی؟
په یاد مې دي چې یو وار د امین مېرمنې وویل:* راوړم يې* هغه لاړه او له لږ ځنډ وروسته د څو میله وسلو سره راغله. د امین لور وار خطا شوه او همغلته پرېوته.
د امین لور څو کلنه وه؟
دقیق نه پوهېږم، کېدای شي ۱۲ یا ۱۳ کلنه به وه.
وروستو به مې بیا مور ویله چې هغې د امین په سترګو یو څه ولیده چې سخته وډاره شوه او پام يې شو چې په مناسب ځای کې نه یو او هره بلا چې د امین په کورنۍ راشي، پر مونږ به هم را پرېوځي.
زما په یاد دي چې مور مې یو سړي ته چې هملته وو، وویل چې وروره مونږ لدې ځایه بهر وباسه! هغه بې له ځنډه وویل چې راځه خورې! زه، ورور او مور مې د یوې بلې ماڼې خواته لاړو او یوې خونې ته ور دننه شوو.
مور مې وویل چې باید له هغو شیانو سره چې په خونه کې ول، د خونې ور وتړو. کوچونه يې یوې غاړې ته کړه او ما او زما ورور ته يې وویل چې په کوچونو څملو!
مور به مې همدا ویل چې وېده نشئ! د فاتحې سورة ولولئ. د ډزو غږونه شېبه په شېبه زیاتېدل.
ددې نه غېر چې په تاسو خوب غلبه وکړه، کومه بله ناراحتې مو هم لرله؟
نه نه، یواځې خوب وو، یو ټینګ خوب. هغه سړي چې مونږ هغې خونې ته راوستي وو، هغه هم له مونږ سره په همغه خونه کې پاتې شو. د کړکۍ تر څنګ ولاړ وو او همدا به يې ویل چې په بهر کې څه تېرېږي. ویل به يې: ماڼۍ په توپونو وهي او مور به مې ورته بیا بیا ویل چې د کړکۍ له څنګه لرلې شه! په همدې وخت کې وو چې سړي اخ اخ اخ اخ وکړه او خپل مټ يې په لاس کې کلک ونیوه. هغه زخمي شوی وو.
مور مې د هغه مټ په دسمال کلک وتړه او ورته يې وویل چې لاس پورته ونیسي او د کړکۍ خواته ته دې نه ورځي.
نه پوهېږم څومره وخت؟ کېدای شي یو یا دوه ساعته تېر شوی وو چې د دروازې له شا نه مو یو غږ واورېده. غږ کوونکی فارسیوان وو او تاجکستاني لهجه يي لرله او مات مات غږېده: مونږ تر څلورو پورې شمېرو، ور پرانیزئ. او بیا به يې په شمېرلو پېل وکړه. ويل يې: یو، یونیم، دوه…. مور مې وارخطا شوه او د پښتو په سخته لهجه يې غږ کړه: ماشومان ماشومان، ښځې. د ور له شانه غږ بیا تکرار شو: خپلې وسلې پر ځمکه کښېږدې، تر څلورو پورې شمارو او ور پرانیزئ، او بیا يې شمېرل شروع کړه: یو، یو نیم. مور مې هغه سړي ته چې زمونږ سره په خونه کې وو، وویل چې ور پرانیزه، هسې نه چې مو ووژني.
کله چې مو ور پرانیسته، ۱۰ یا ۱۲ کسان به ول، ټول مسلح ول، خپلې وسلې ېې د هغې خونې د دروازې لورته نیولي وو چې مونږ په کې وو. کله چې يې مونږ ولیدو، په لومړي سر کې یې له هغه سړي نه پلټنې پېل کړې.
زه دومره ډاره شوې ومه چې نمې شو کولای چې مزل وکړم. یو شوروي عسکر له ما سره مرسته وکړه او مونږ يې خروجي دروازې خواته بوتلو. همغه دروازه چې چې څو ساعته وړاندې يې د ښکلا نندارې ته هکه پکه پاتې ومه. په وحشتناکه توګه ماته شوې وه او ګروپان هم مات شوي وو. د زینو سر د ماتو شیشو له ټوټو نه ډک وو، د اوبو نلونه پرې شوي ول او اوبو د ځمکې پرمخ ټول قالینونه لانده کړی وو. مړي د زینو په سر پراته ول. مور مې همدا خبره کوله چې مړو ته مه ګوره! مړو ته مه ګوره! خپل شاوخوا ته مه ګوره!
خوب مو تښتېدلی وو او که اوس هم خوبه وړي وۍ؟
خوب مې له سره تښتېدلی وو مګر نمې شو کولای چې مزل وکړم. یو روسي عسکر راسره مرسته وکړه او ټول ډار مې دا وو چې مور مې رانه ورکه نشي.
مونږ يې هغې خونې ته بوتلو چې د امین مېرمنه هم همغلته وه. ژړل يې او زما مور ته يې ویله چې کونډه شومه. مړ يې کړه. خاوند يې راته وواژه. زامن يې راته ټول مړه کړل. زما د سترګو پر وړاندې ېې زما زامن وواژه. زما مور ژړل او پوښتنه يې کوله چې څه خبره شوېده؟
یوه ډله افغان افسران هملته ول چې خولۍ ېې پر سر نه وې. خپه ښکارېدل، ټول هغه خلک چې په ماڼۍ کې ژوندي پاتې ول، راوستي يې وو او په همغه کې د امین دوه لوڼې هم وې، دواړه ټپي شوې وې او فریاد يې کول چې ټپونه يې درد کوي. مګر د هغوي زخمي پښې يې تړلې وې. د امین خواښې هم هملته وه. یوه بوډۍ وه چې ټوخېده. د امین اینګور هم هملته وه چې خاوند يې( عبدالرحمان) یوه شېبه وړاندې وژل شوی وو. د څلورو میاشتو ماشوم يې په غېږه کې وو.
مونږ يې په وسپنیزو چوکیو کښېنولو. یوه شېبه وروسته افغان او شوروي عسکر راغلل او غږ يې وکړه چې سړي دې لدې ځایه ووځي!
په یاد دې دي چې د شپې څو بجې وې؟
ګمان مې کاوه چې د شپې ۲ یا ۳ بجې به وې. وروستو يې راته کنسروا راوړه، لږه شېبه وروسته یو جګ سړی راغی او د امین مېرمنې ته يې وویل: ومې واژه، حق يې وو، ډېر ظلم يې کړی وو. د امین مېرمنې ورته په ځواب کې وویل: مېرمنې ته يې وايئ؟ تو او لعنت دې پر تا وي، ته لا څنګه سړی يې؟
په دې خونه کې لتاسو او د امین له کورنۍ نه پرته بل څوک هم ول؟
په یاد مې دي چې هلته یو بل افسر هم وو.
نیمه شپه وه چې مونږ يې له هغه ځایه وویستو او یو روسي جیپ ته يې پورته کړو. زمونږ چلوونکی وژل شوی وو، وروستو بیا ځینو خلکو ویل چې په مرمۍ لږیدلی وو او ځینو بیا ویل چې له یخنۍ نه مړ شوی وو. سره لدې چې هغه کولای شو چې وتښتي، مګر زمونږ په انتظار وو، او تر مرګه هم زمونږ په انتظار پاتې وو. مونږ يې د روسانو یو فوځي چوڼۍ ته بوتلو، هلته چې لاړو، یوه بخارۍ وه، هوا ګرمه وه. یو کس چې لږ لږ په فارسي پوهېده، مونږ ته يې چای راوړه. ګرمه خونه وه. دوه یا درې ورځې هلته وو.
په دغه دوو یا دریو ورځو کې چا لتاسو نه پوښتنې وکړې؟
نه، څه مې په یاد ندي. یواځې مې دومره په یاد دي چې یو ورځ څو تنه افغانان هلته راغلل چې مونږ د هغوي په لیدلو ډېر خوشحاله شوي وو. مور مې له هغوي نه وپوښتل چې تاسو له صالح محمد زیری، یعنی زما لپاره نه خو کوم خبر نلرئ؟ هغوي وویل چې هغه په زندان کې دی. وروسته پوه شو چې پلار مو له کار نه وروسته د غرمې د ډوډۍ لپاره کورته راغلی وو، له همغه مسموم کړای شوي سوپ نه يې خوړلی وو، وضع يې خرابه شوې وه او بېرته کور ته تللی وو. وروسته کله چې دولت د کارمل په مشرۍ اعلان کړی وو چې ټول وزیران دې د رادیو افغانستان مرکز ته راشي، پلار مې ورغلی وو او خپل ځان يې معرفي کړی وو. له هغه ځایه يې زما پلار د څرخي پله زندان ته وړی وو. مګر په دغه موده کې نه مونږ له هغه نه خبر وو او نه هغه زمونږ نه.
د دوهمې او یا دریمې ورځې نه وروسته یوه ډله افغان افسران راغلل او ويې ویل چې تاسو لدې ځایه وړو او آزادوو مو. ډېر خوشحاله شوي وو. مګر آزاد نشوو. مونږ يې د اکسا مرکز ته چې د ښار په مرکز کې پروت وو، راوستو. مونږ ته يې په یوې نسبتاً پاکې خونې کې ځای راکړه او یو ښاغلی راغی او زمونږ سره يې په ډېرې مهربانې چلند وکړه، مونږ ته يې کباب راوړه او بیا يې وعده وکړه چې مونږ به آزادیږو. مګر هلته هم دوه ورځې پاتې شوو.
تاسو څنګه پوه شوې چې هغه د اکسا مرکز وو؟
ښکاره وه، د ټولو کړکیو ښیښې يې رنګ کړې وې، حتی کله به مو چې غوښتل تشناب ته لاړ شو، یو عسکر به د خونې نه د تشناب تر دروازې پورې راسره تله. د هغه ځای له ټول وضیعت نه داسې معلومېده چې د څېړنو او پوښتنو ځای وو.
لنډه داچې له دریو ورځو نه وروسته يې مونږ بیا روسي جیپ ته پورته کړو، په لاره کې مې مور د شاه دوشمشېره جومات وليده او دعا يې وکړه. د شاه دوشمشېره جومات زمونږ له کوره لرې نه وو، زمونږ پام وو چې جیپ همغسې له ښاره لرې تله. هېر مې نشي چې شپه وه چې کله يې مونږ له ګاډي نه ښکته کړو. هلته مې مور چیغې کړې چې خدایه! مونږ بندي شوو!
لنډه داچې مونږ يې د زندان د پنجرو خواته بوتلو. څه چې مې په اول ځل له بندیانو نه واورېده داوو چې زما مور او د امین مېرمنې ته يې وویل چې: ستاسو مېړونه په سلګونه انسانان د دغو پنجرو په منځ کې زنداني کړي وو، ستاسو مېړونه ظالمان ول. زما مور ورته په ځوا کې وویل چې هغه کار زمونږ مېړونه کړي دي، زمونږ پورې څه اړه لري؟ او مونږ يې ولې سزا ووینو؟ زما د مور په دې ځواب سره زندانیان چپ شول.
مونږ چې یې کوم دهلېز ته بوتلو، هلته درې خونې وې. یوې خونې ته د امین مېرمنه لاړه، بلې ته زه، ورور مې او مور مې ننوتو او د امین خواښې هم زمونږ خونې ته راغله.
د هغې ورځې په سبا باندې مې مور خپله یوه ګوته یو عسکر ته ورکړه او ورته يې وویل چې ورته صابون، تار او ستنه راوړي. مور مې حامله وه، په لومړي سر کې يې د بـړستنو او توشکو درزونه سره وګنډل. بیا يې ماته او زما ورور ته وویل چې راشئ او د توشکو او بړستنو مالوچ په لاس سره له یو بل نه بېل کړئ، او خپله يې د بړستنو او توشکو د پوخونو په وینځلو پېل وکړه.
یعنې مور دې داسې انګېرله چې زیاته موده به هلته پاتې شي او په همدې خاطر ېې، په اصطلاح غوښته چې خونه نوره هم اسوده کړي؟
که رښتیا درته ووایم نو په هغه وخت کې زما پام دې خبرې ته نه وو، مګر اوس چې زه له څلویښتو کالو نه زیات عمر لرم، فکر کوم چې مور مې یوه باهمته ښځه وه. په حقیقت کې يې ځان سختو ورځو ته برابروله، په زندان کې د دوو ماشومانو سره ژوند.
د دریمې ورځې سهر وو چې زمونږ د خونې ور يې وټکوه، دوه ځوان افسران راننوتل او هغه کاغذ چې په لاس کې ېې وو، مونږ ته يې وښوده او وېې ویل چې دا ستاسو د آزادۍ فرمان دی. په لومړي سر کې مو باور نه راتلو. لنډه داچې مونږ ته يې وویل چې بهر راشئ! مونږ راووتو او مونږ يې یو والګا ډوله روسي ګاډي کې خپل کورته راوستو.
کله چې کور ته ننوتو، یوې ډېرې بوګنوونکي پېښې سره مخامخ شوو. زمونږ د فاتحې غونډه يې برابره کړې وه او ټول خپلوان را ټول شوي ول چې زمونږ ارواحو ته دعا وکړي او زمونږ لپاره په آخرت کې د بخښنې غوښتنه وکړي.
کله چې خپلو خپلوانو مونږ ولیدلو، یوه شېبه يې نشو کولای چې باور وکړي چې مونږ به لا ژوندي یو. لنډه داچې د ویر او ماتم غونډه د خوښۍ او خوشحالۍ په غونډې بدله شوه او مونږ د یوې بدې او غمجنې پيښې نه روغ پاتې شوي وو او کورته بېرته راستانه شوي وو.
مګر افسوس چې له هغې پيښې نه دولس کاله وروسته، او په یو بل بدلون کې، کله چې مجاهدین کابل ته ننوتل… یوه ورځ زمونږ کورته تللي ول. دا ځل هم زما مور له خپلو دوو ماشومانو سره، یو مې ورور او یوه مې خور هملته ول، له هغوي نه هيڅوک ژوندي نه وو پاتې شوي.