ای د وطن پيغلې غبرګ لاسونه په زيارت کيږدئ
سولې ته جنډۍ تړې نذرونه په زيارت کيږدئ
جوړی کتارونه په هوا کې دسپين غر په لور
پاس په اسمانو کې لړۍ لړۍځي تورغر په لور
والوزئ شاهين شئ قطارونه د خيبر په لور
بيا د سولې غږ شئ د پښتون د لوې ټبر په لور
زرکې په شان لاړ شئ ارمانونه د غيرت کيږدئ
سولې ته جنډۍ تړئ لاسونه په زيارت کيږدئ
بيا چې بورۍ نه شي دوطن داغيرتي ميندې
بيا چې کونډۍ نه شي دوطن دا ګلالې ناوې
بياچې ديتيم ژړا وانه ورمه د تنکي بچي
بيا چې بدل نه شي په ويرونو دازمونږ ښادي
جوړتری بيرغونه سره شالوونه په زيارت کيږدئ
سولې ته جنډۍ تړې لاسونه په زيارت کيږدئ
خداې خو لوې بادشاه دی که قبوله مو سوالونه شي
ختم شي د وير شيبې خوشحال مو خفه زړونه شي
بيا (حفيظ) شي ښاده د ارمان غوټۍ ګلونه شي
هر خواته مستي وي د ډولونو اوازونه شي
خداې ته هيله وکړې ارمانو نه په زيارت کيږدئ
سولې ته جنډۍ تړې لاسونه په زيارت کيږدئ