کور / شعر / غزل

غزل

څنګه پرانیستی ګریوان ګرځی د اغیار سرونه
زموږ په چم کی رنګارنګه د ښامار سرونه
هغه مین وه په وطن چه به په دار ځړیدل
افسوس چی زموږ په چم کی نشته نن د دار سرونه
په دغه ښار کی چه پیدا شی هغه هم بیا نه وی
ما دی لیدلی تر ماښامه ډیر سنګسار سرونه
ما ته د تورو شړنګ مه ښیه زما په چم کی
ماته معلوم دی دلته واړه د ګذار سرونه
په زولنو کی می نن ولیدل هغه لیونی
چی د بل کاڼی ته هم نیسی دوی په وار سرونه
شکر دی ډیر چی مو شمله هغسی هسکه پاتی
ګنی خاطر په موږ کی هم شته ډیر بیکار سرونه