کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ښوونپوهنه یا « دیداکتیک » (Didaktik)

ښوونپوهنه یا « دیداکتیک » (Didaktik)

منبع :  ويکيپېدايا

(Didaktik) یوه یوناني ګړوې (اصطلاح) ده، چې په پښتو ورته ښوونپوهنه یا لوست پوهنه وائي  . په انګلیسي ژبه ورته (Didactics) وائي او په عربي ژبه علم التدریس وائي . دغه پوهنه د لوست دتیورۍ سره سروکار لري .    د «ديداکتیک » لیري  مانا داسي ده،چې « دیداکتیک » د عملي (Practice)، ښوونه او د زده کړي د تیوري سره اړوند لري .
یو المانی پوه « Comenius» په ( ۱۵۹۲ –  ۱۶۷۰  ز کال ) کي ویلي وه :
(Didaktik) د ښووني هنر دی .  بل الماني پوه (Wolfgang Klafki)        
« دیداکتیک » ښوونپوهنه  د کړنلار پوهني (Methodik) څخه بيخي جلا بولي . او وا ئي :« دیداکتیک » یوه پوهنه  د ښووني او ور زده کوني ده . د « دیداکتیک » پوښته تل  پر « څه » باندي راڅرخي .             
پوښتنه کېږي، چې «څه»  زده کېږي؟  او یا پوښتل کېږي، چې «څه »ښوول کېږي؟                    
خو کړنلارپوهنه (Methodik) د  زده کړي  « څرنګه » پوښتي . یاني تل دا پوښتنه کوي : څرنګه زده ګړه کېږي؟ او یو  بل  توپیر  د « دیداکتیک » په وړاندي هغه زده کړه د کولو او ښوولو له لیاري ده،چې  (Mäeutik) ورته واي .   دغي ګړوې ته  د (Sokrat-Methods) یاني د «سوکرات کړنلاره » ورته وائي . (ښوونه په خبرو اترو سره  کوي) .                      ۰                 (Wikipedia)                      ټوله هغه پوهنیز نومان چې په دغه (ik) شاګوني سره لیکل سوی وي مانا ئي پوهنه ده او یوناني ګړه ده . لکه : (Methodik)، (Pedagogik)، (Didaktik)، (Physik)، (Logik) او داسي نور .
ښوونپوهنه (Didaktik) یو دسسپلین (discipline) د پداکوژی (Pedagogik)روزنپوهني دی او د پداګوژی زړه دی . او برسېره پر دې؛ خبرتوکي ئي پر ډول ډول تیوريګانو د ښوونپوهني اوهم پر ټاکل سوو محتوا ګانو او موخو د لوست  زده کړو  دي .
په تاله «خاصه» توګه و (Didaktik) ته ښوونپوهنه واي  . او پوهنیزي خبرتوکي (موضوعګان) ئي ښوونه، لوست او زده کړه ده . او د کړنلارپوهني (Methodik ) څخه  جلا  خپلواکه  پوهنه ده . کړنلارپوهنه  هڅه کوي ، چې زده کړ او ښوونه په یوه  اسانه لیاره ، اغېزمنه او ژر، د زده کونکو دپوهېدو لپاره ور وړاندي سي . نوله  دې لامله  ئي پوښتنه داده : « څرنګه »؟ دواړي پوهني لکه : ښوونپوهنه اوکړنلار پوهنه له یوبل څخه نه جلاکېدونکي پوهني دي . په نننۍ مډرنه نړۍ کي ټوله  اوسنۍ بریاوي، چې تر لاسه سوي د ښووني له برکته څخه ده . او دا هم باید وسره وویل سي، چې دا ښوونه او  زده کړه څرنګه اغېزمنه او ښه و زده کونکو ته ور و پوهول سوه .         څرنګه چې پورته وویل سوه (Didaktik) یا ني ښونه پوهنه یوه خپلواکه او ځانګړې پوهنه ده او تل د هغو پوښتنو سره کارلري  لکه : څوک زده کړه کوي؟ څه شی زده کوي؟ کله زده کړه کوي؟ په څه شي زده کړه کوي؟  د څه لپاره       زده کړه کوي ؟

له دې نه څرګنديږي، چې ښوونپوهنه  د کړني (practice) ورښوونه
(teaching)او د زده کړي (learning) يوه عمده تیوري او پوهنه ده . 
(Didaktik) ښیي، چې ښوونه چاته، کله ،  چیري، په څه ډول او په څه شي سره سرته رسي . ښوونپوهنه ډېر ډولونه لري .  لکه :                  

                  عمومي ښوونپوهنه     (General Didaktik) لوست توکيز ښوونپوهنه      (media didactics)                 مسلکي  ښوونپوهنه     (subject didaktics)        او دغسي نور .

اخستونکځي : (Wikipedia)
،   (Hilbert Meyer Didaktische Modelle  1994)،                                (Glossar H.Nölker – E.schoenfeld)،
محمدسرور وکیلي روزنپوهنه (Pedagogik)