روسيه وايي حکومت يې چمتو دئ چي د لوېديځ په مرسته په افغانستان کي د بيا رغوني پروژې پر مخ بوزي.
د ډيلي بيزنيس کمرشنټ په نوم يوې رسنۍ ناټو ته د روسي استازي ديميتري روګزين له خولې وايي که لوېديځ پيسې ورکړي دوى به په افغانستان د شوروي اتحاد پر مهال بشپړي سوي ١٤٠ بېلابېلي فابريکې او نوري پروژې د خپلو انجينرانو په وسيله بيرته ورغوي.
ديميتري روګزين وايي دوى باور لري چي د بيا رغوني د چارو چټکتيا او خلګو ته د کار موندلو آسانتيا په افغانستان کي د تاوتريخوالي د مخنيوي تر ټولو غوره لاره ده.
روګزين ويلي روسيه به دغه وړانديز سبا د لندن په نړيوال کنفرانس کي هم مطرح کړي.
نوموړي همدا راز پر هغو هيوادونو چي اقتصادي وضعه يې ښه وي او افغانستان ته پوځيان نه لېږي ږغ وکړ، چي له دغه هيواد سره د پيسو مرسته وکړي.
شوروي اتحاد له ١٩٥٢ څخه تر ١٩٨٨ کال پوري په افغانستان کي د خپلو انجينرانو په وسيله د لويو لارو، برېښنا، فابريکو او تيلو د پايپ غځولو غټي غټي پروژې عملي کړي دي.