کور / تازه خبرونه / مسلم ليګ: که واک ته ورسېږو، تعليم او روغتيا به مفته کړو

مسلم ليګ: که واک ته ورسېږو، تعليم او روغتيا به مفته کړو

د پاکستان د مسلم ليګ نواز څانګه وايي که دغه ګوند يو ځل بيا په هيواد کي اقتدار ته ورسيږي په ملک دننه او دباندي به پاکستانيانو ته د روغتيا او ښووني او روزني اسانتياوي مفتي کړي.
د پنجاب وزيراعلى شهباز شريف وويل که يې ورور نواز شريف د پاکستان لومړى وزير سي هغه به پاکستان نړۍ ته د يوه واقعي اسلامي هيواد په توګه ور وپېژني.
د نوموړي په وينا نوازشريف به د يوې ډوډۍ بيه دوو کلدارو ته راولي او همدا راز به د نورو خوراکي توکو قيمتونه هم راکښته کړي.