د عراق په پلازمېنه بغداد کي ځانمرګي بريد ١٨ تنه ووژل او د ٨٠ په شاوخوا کي کسان يې ټپيان کړل.
د عراق د کورنيو چارو وزارت وايي بريد کوونکي د بارودو ډک موټر د امنيه قومندانۍ په وداني کي وهلى چي د پنځو پوليسو په ګډون يې ١٨ کسه ووژل.
دا په داسي حال کي ده چي پرون هم د پخواني ولسمشر صدام حسين د اکا د زوى علي کيمياوي د اعدام سره سم درې موټر بم چاودني سوي وې، چي له امله يې ٣٦ کسان مړه او ٧١ تنه ټپيان سوي وو.