کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / نړېوال كنفرانس اوپه افغانستان كې ستونزې

نړېوال كنفرانس اوپه افغانستان كې ستونزې

دهغه وخت نه چې حامد كرزې واكمن شوې د افغانستان د ستونزو د هوارولو په هكله اوه نړېوال كنفرانسونه جوړ شوي دي
چې تر اوسه هېڅ لاس ته راوړنې نه لري دادې د ۲۰۱۰كال د جولاې په ۲۸ نېټه په لندن كې د افغانستان په هكله اتم نړېوال كنفرانس رابلل شوې دې ، كنفرانس لا نه دې جوړ شوې ،سېاسي څېړونكې واې چې دا هم د تېرو كنفرانسونو په شان د خلكو په درد نه دوا كېږي، خو د افغانستان چارواكو وار له مخې بشپړ چمتوالې ښودلې او واى ددې كنفرانس د جوړېدو اساسي موخه د افغانستان ملي اردو ته د ځېنو ولاېتونو د امنېت سپارل او طالبانو سره جوړ جاړی دی چې افغانستان به د ستونزمن سېاسي حالت نه را وباسي ، د لندن د كنفرانس په هكله افغانستان رو كې د انګلستان د بهرنېو چارو وزير دېوېت مېلي باند واي چې په افغانستان كې والېانو او د ځاې دولتي چارواكو ته پوره اختيارات وركول ستونزې كموي او د سولې پروسه ګړندۍ كوي، او د خپلو څرګندونو د ثبوت له پاره .
د هلمند د والي ګلاب منګل فعالېتونه مثال راوړي او واي چې د (انګلستان دولت د هلمند په ولاېت كې ځېني برېالېتوبونه په لاس راوړي دي) ډېوېت ملي باند واي د انګلستان په كومك د (هلمند والي په دې توانېدلې چې ۳۵ زره كروندګر د كوكنارو د كر كلې نه منع كړي ).

څارونكو د انګلستان د بهرنېو چارو د وزېر څرګندونې په داسې وخت كې چې ېوه اونې وروسته په لندن كې د افغانستان په هكله نړېوال كنفراس جوړېږي د پام وړ بللې دي.

د انګستان د بهرنېو چارو د وزيرد څرګندونونه وروسته په كابل كې د انګلستان سفير مارك سېدويل واي د افغانستان د ستونزود هوارولو په هكله نړېوال كنفرانس چې د جنوري په ۲۸ نېټه په لندن كې جوړېږي هغه ولاېتونه چى كنترول ېې ملي اردو ته سپارل كېږي باېد د لندن په كنفرانس كې په ګوته شي ) خو د ولاېتونود نومونو اخستلو نه ډه ډه كوي ځكه د دشمن نه وېره لري چې حالت كړكېچن نه كړي

او هم د افغانستان د باند ېنوچارو په وزارت كې د لندن د كنفرانس په ګردي مېز كې چې د بهرنېو چارو وزير زلمې رسول د مالې وزير عمر زاخېلوال د كورنېو چارو وزير حنيف اتمر او د لندن د كنفرانس كاردېناتور رنګين دادفر سپنتا او د ځېنو هېوادونو سفيرانو ګډون كړاې و په دې ګردي مېز كى د افغانستان د مالي وزيرووېل چې د لندن د كنفرانس ګډون كونكې د افغانستان د بيا ودانلو په باره كې د مالي كومكونو په نوې نقشه باېد غور وكړي، او زېاته ېې كړه چى د افغانستان له پاره د كومكونواوسنې نقشه ناسمه ده .
د لندن كنفرانس چې د جولاې په ۲۸ نېټه جوړېږي ، حامد كرزې باېد په دې كنفرانس كې خپل پنځه كلن پروګرام روښانه كړي .
د لندن كنفرانس ته ۶۰ هېوادونواو ۱۰ نړېوال سازمانونو اماده ګي ښودلې ده ، په دې كنفرانس كې د روسېې دولت په نماندګې د بهرنېو چارو وزير سېرګې لوروف ګډون كوي

تر اوسه نه ده معلومه چې د ايران د باندېنېو چارو وزير منوچېر متكي به د لندن په كنفرانس كې ګډون وكړي او كه نه هغه وېلې چې تر اوسه ېې هېواد په دې اړه كومه فېصله نه ده كړې خو څو وخته مخكې د ايران حكومت ددې امدګي ښودلې وه چې د افغانستا په ېو ګاونډي هېواد كې به سره غونډه كوي)) .