په دې وروستيو کې يو ځل بيا په کور دننه او بهر کې له طالبانو سره د سولې خبرې اترې راپورته شوي دي ، هم غربې رسنۍ او هم داخلي رسنۍ د دولت له مخالفانو سره د جوړجاړي خبرې کوي . تيره اونۍ د امريکا د دفاع وزير رابرټ ګيټس د پاکستان په سفر وويل چې طالبان هم دافغانستان دسياسي جوړښت يوه برخه ده. له بلې خوا د انګلستان د بهرنيو چارو وزير ډيويډمليبنډ هم دا خبره کړې چې د دولت له مخالفينو سره له خبرو پرته دافغانستان لانجه نه شي حليداى .
په همدې ترتيب وړمه ورځ ولسمشر کرزي هم له طالبانو سره دسولې او خبرو نوې طرحه وړاندې کړه او تمه کيږي چې دراتلونکې اونۍ دلندن په کنفرانس کې به يې وړاندې کړي . ولسمشر کرزي بلې مهمي خبرې ته هم اشاره وکړه او وويل افغانان په هر قيمت چې وي سوله غواړي . دا لومړۍ ځل نه دى چې افغان دولت طالبانو ته دسولې وړانديزکوي ، بلکه دا څوم ځل دى چې ولسمشر په خپلو خبرو کې وسلوال مخالفان سولې ته رابلې . خو تر اوسه کومه ځانګړې پيله نه ترستر ګو کيږي.دافغان دولت به باور دا ځل يې دنړيواولې ټولنې په همغږۍ هوډ کړى چې د لندن په کنفرانس کې به له طالبانو سره دسولې په نوې طرحه او لارو چارو خبرې کوي .
خو اوس پوښتنه دا ده چې ولې طالبان سولې ته نه حاضريږې ؟ ايا طالبان دپرديو په لمسونه نه غواړي د سولې په بهير کې برخه واخلي ؟ ايا بهرنيان په رښتيا له طا لبانو سره خبرې کول نه غواړې او هسې د شعار په ډول د خبرو اترو پروسه بانه کوي ؟ او که د طالبانو غوښتنو ته غو ږ نه نيو ل کيږي ؟ دا هغه پوښتنې دې چې د ډيرو
ا فغانانو په ذهنو کې شته ، غواړم له طالبانو سره د خبرو اتر او سولې په اړه څو ټکو ته اشاره وکړم .
څه باندې اته کاله وروسته نړيوال اوس په دې ښه پوهيدلې چې دافغانستان ستونزه يواځې افغانانو پورې نه دې تړلې ، بلکه بهرنۍ ريښې هم لري چې هر څوک پرې ښه پوهيږي اونه غواړم چې دلته پرې بحث وکوو . اوس نړيوالې ټولنې دا حقيقت هم ښه درک کړى چې جګړه يواځې دحل لاره نه ده بلکه ښه طريقه يې خبرې او سوله ده . خو دا کار کلک عزم او کوټلې ګامونه ته اړتيا لري او تش په شعارونو او بيانونو نه کيږي .
له طالبانو سره دخبرو په نوې طرحه کې جنګياليو ته له جګړې نه دلاس په سرکيدو لپاره پيسې ورکول په نظر کې نيول شوي دي . زما په اند طالبانو ته پيسې ورکول که تر يوه حده د حل لاره کيداى شي خو اساسي د حل لاره د پيسو ورکول نه شي کيداى . ښايې ځينې طالبان به دپيسو لپاره جنګيږي او هدف به يې له همدې لارې دپيسو لاسته راوړل وي بلکه اکثره يې بيا مادي امتيازات چندان په نظر کې نه ساتي . دوى د جنګ لپاره يواځينۍ دليل اسلامي اوعقيدوي اساسات پلمه کوي چې ډېرى طرفداران يې په همدې دليل ورسره يو ځاى شوي دي .خو خداى خبر چې دپردې ترشاه يې موخې څه دي . هغه کسان چې دمادي ګټو لپاره دطالبانو طرفداري کوي ، په هيڅ صور نه شي کولاي د ټولو طالبانو استازيتوب وکړي . هغوى يواځې د مادياتو لپاره جګړه کوي اوبـس .
په هېواد کې د سولې د تحکيم لپاره اساسي لاره د طالبانو له مشرانو سره تفاهم ته رسيدل په کار دي او په سياست کې د هغوى را شاملول يو ضرور کار بلل کيږي . ښايى د دوى ځينې غوښتنې داسې وي چې په ځاى کول يې افغان دولت او نړيوالې ټولنې لپاره ګرانه وي لکه دټولو بهرنيو پوځيانو ويستل له افغانستان څخه . خو له دې پرته نورې لارې هم شته چې مخالفين پرې سولې ته راوبلل شي د بيلګې په ډول له تور ليست څخه د طالبانو دمشرانو نومونه ويستل ، دملګروملتونو له خوا دهغوى دمشرانولپاره دخونديتوب ضمانت کول ، له ګوانتانامو او باګرام زندانونو څخه دطالبانو راخوشي کيدل ترڅو د باور فضار رامنځ ته شي .دا هغه موثرې لارې دي چې طالبان پرې سولې ته حاضريدلى شي .
خو عجيبه دا ده چې امريکا له يوې خوا فغانستان ته دنورو پوځيانو د راليږلو خبرې کوي او له بلې خوا غواړي طالبانو سره د خبرو نوې طرحې وړاندې کړي او دا اعتراف هم کوي چې طالبان دافغانستان دسياسي جوړښت يوه برخه ده . په دغه ډول حالاتو کې قضاوت کول خورا ګران کار دى چې ايا بهرنيان په رښيتا غواړي له طالبانو سره خبرې وکړې ، که څنکه ؟
په هر صورت ، دا چې بهرنيان او افغان دولت اوس په دې ښه پوهيدلي چې پرته له خبرو اوسولې دافغانستان مسئله په جګړو نه حليږي . نو افغان دولت او بهرنيو ملګروته يې په کار دي چې په ټينګې ارادې سره د سولې خبرې پرمخ بوځي . يوآځې تش په خبرو د افغانستان ستونزه نه شي حليداى ، دلندن په کنفرانس کې چې دافغان دولت لپاره يو ښه چانس دى ، دې مسئلې ته جدې پاملرنه وکړي .طالبان دې دعمل په ډګر کې دافغانستان د سياست يوه برخه وګرځوي او نور دې بهرنيان له بوسو لاندې اوبه نه تيروي .
مننه .