په افغانستان کي د ناټو ځواکونو عمومي امريکايي قومندان مک کريسټال وايي د طالبانو مشران به خپله خبرو ته مجبور سي.
مک کريسټال وايي افغانستان ته د نويو پوځيانو راتګ به پر طالب جنګياليو فشار ډېر کړي، او د برياليتوب خيال به يې په ناکامۍ بدل سي او دا به د دې سبب سي چي مشران يې خپله خبرو ته مجبور سي.
مک کريسټال پر داسي مهال د طالبانو سره د زور ازمايلو او پر هغوى د فشار واردولو څرګندوني کوي چي په افغانستان کي ورځ په ورځ د امريکايي او بهرنيو پوځيانو مرګ ژوبله ډېرېږي او د ناټو، امريکا او افغانستان حکومتونه د طالبانو سره د مذاکراتو لاري چاري لټوي.