کور / تازه خبرونه / کندهار: پر هوايي ډګر حملې ولسمشر وبېراوه

کندهار: پر هوايي ډګر حملې ولسمشر وبېراوه

د بلغاريا جمهور رئيس وروسته له هغه د خپل هيواد پوځيانو ته د احتياط او ټينګو امنيتي او استخباراتي تدابيرو حکم وکړ، چي تېره شپه د کندهار پر هوايي ډګر په راکټي حمله کي د دغه هيواد څلور عسکر ټپيان سول.
د بلغاريا جمهور رئيس جارج پروانوف خبريالانو ته وويل دى د خپلو عسکرو پر ټپي کېدو خواشينى دئ، خو ښايي دغسي حملې نوري هم وسي او دوى بايد متوجې اوسي.
نوموړي وويل که څه هم د دغسي بريدونو د ورځي، ځاى او اصلي وخت په هکله د معلوماتو ترلاسه کېدل سخت کار دئ، خو استخباراتي ادارې بايد بيداره وي.
د کندهار پر هوايي ډګر دغه حمله پر داسي مهال تېره شپه سوې چي د دغه هيواد د دفاع وزير نيکولاى ميلادينوف هلته د خپلو عسکرو سره په ليدنه بوخت وو.