د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمان ملک يو ځل بيا هغه راپورونه رد کړل چي په دغه هيواد کي د بلاک واټر د جاسوسانو د موجوديت په اړه خپرېږي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمان ملک نن د پښتونخوا په مرکز پېښور کي خبريالانو ته وويل د بلاک واټر مامورين په پاکستان کي نسته او د ترهګرۍ ضد جنګ يوازي پاکستان پر مخ بيايي.
نوموړي قبايلي طالبانو ته په اشارې سره وويل، پاکستاني پوځ د ترهګرو ملا ماته کړې او د هغوى پر ضد تصفيوي عملياتو ته به دوام ورکوي.
بلاک واټر د امريکا يوه شخصي امنيتي جاسوسي اداره ده، چي مشر يې يو متعصب او اسلام ضد عيسوى دئ، دې ادارې په عراق کي هم په عامه وژنو کي لاس درلودئ او اوس يې په پاکستان او افغانستان کي هم د مرکزونو د سته والي په هکله خبرونه خپرېږي.
تېره مياشت په خوست کي د امريکايي عسکرو په يوه مرکز کي د ځانمرګي بريد پر مهال د سي، آى، اې له شپږو کارکوونکو سره اووم وژل سوى کس د بلاک واټر لوړ پوړى مامور وو، چي د اردني ډاکټر همام الخليل له خوا ترسره سو.