کور / تازه خبرونه / کچلاک: ترافيکي پېښي پنځو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

کچلاک: ترافيکي پېښي پنځو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د بلوچستان ايالت د مرکز کوټي او چمن ترمنځ د کچلاک په سيمه کي د لارۍ او ټکسي موټر د ټکر له امله پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سيمه ايز چارواکي وايي ټکسي موټر له چمن څخه کوټي ته روان وو چي د مقابل لوري له يوه لارۍ موټر سره ټکر سو. د حافظ عبدالواحد او دين محمد په نوم دوه کسه پکښي مړه، عبدالجبار، عبدالصمد او حيات الله پکښي ټپيان سوي دي.
دغه ټکر د چارواکو په وينا د چلوونکي د چټک تګ او نه پاملرني له امله رامنځته سوئ، خو اصلاً دغه سړک له تېرو څلورو کالو راهيسي د جوړېدو په بهانه اړول سوئ، چي د چارواکو د نه پاملرني له کبله کنډو کپر پاته دئ او هر کال د دوړو او خاورو له امله د دغسي ټکرونو له وجي په لسهاوو ټکرونه پر رامنځته کېږي.