د ترکيې څخه ورکړل سوي تازه خبرونه وايي د حامد کرزي، عبدالله ګل او آصف زرداري ترمنځ د درو سرو هيوادونو د اړيکو په هکله غونډه پيل سوه.
د ترکيې څخه د افغانستان د ولسمشر وياند وحيدعمر د آزادۍ راډيو ته وويل ولسمشر کرزي د ترکيې له ولسمشر عبدالله ګل سره د افغانستان په چارو کي د ترکيې د حکومت رول وستايه او د امنيتي ځواکونو په روزنه، د ښووني او روزني په چارو او د طالبانو سره د يوه مسلمان هيواد په حيث د خبرو اترو د پيلېدو په هکله يې له دې هيواد څخه د مرستي غوښتنه کړې ده.
ترکيه هرکال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو د ټينګوالي، سياسي او اقتصادي همکاريو د زياتوني په خاطر د منځکړي غونډه کوي.