اراده:
د خپلواكې ورځپاڼې د ولسي جرګې د انتخاباتو ځنډ په هيواد كې د سياسي لوبو نوى پيل بللې، چې د ورځپاڼې په وينا د حكومت او ولسي جرګې ترمنځ د تقابل او همداراز له بهرنيو اړخونو سره د حكومت له اختلافاتو سرچينه اخلي.
ورځپاڼې دا هم ليكلي، چې دا ځنډ د لندن د غونډې په درشل كې اعلان شوې او له هغې سره د ولسمشر كرزي د موافقې اساسي هدف په غونډه كې په پر ده د كيدونكو انتقادونو كمول دي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د افغانستان په اړه جوړيدونكو نړيوالو غونډو ته په اشارې په هيواد كې د روان كړكيچ د كابو كولو لپاره نړيوالې هڅې څيړلي او هغه يى له دې امله ناكامه بللي، چې نړيوال د افغانستان په اړه د يوى واحدې ستراتيژۍ په جوړولو او پلې كولو كې پاتې راغلي.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې اكثره كتونكې دا غونډې چندانې اغيزمنې نه بولي او دا ځكه، چې په دغو غونډو كې، چې كومې ژمنې كيږي هغه يا نه ترسره كيږي او يا هم په نيمګړي توګه د عمل په ډګر كې پلې كيږي.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د اسټامبول په غونډې تبصره كړې، چې نن د افغانستان، پاكستان او تركيى ترمنځ پرانستل كيږي او له دې غونډې نه يى د خلكو هيلو ته كتنه كړې.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې د ترهګرۍ په خلاف د روانې مبارزې ترڅنګ په سيمه كې د اقتصادي اړيكو پراخول هم د اوسني دور ستره اړتيا ده او بايد هغې ته پام وشي.
ورځپاڼې په يو بل مطلب كې په افغانستان كې له روانو پيښو سره د رسنيو په چلند بحث كړې او پدې اړه د ولسمشر كرزي وروستيو څرګندونو ته په اشارې ليكلي، چې د ملي ګټو دفاع د رسنيو ستر ملي مسؤليت دې.
راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د ولسي جرګې په انتخاباتو كې د ځنډ لپاره د انتخاباتو د خپلواك كمسيون عذر معقول بللې او دا يى هم ليكلي، چې بهرنيانو د انتخاباتو پخپل وخت د ترسره كولو لپاره ليواله نه وو.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم په همدې موضوع تبصره كړې او ليكلي، چې پداسې شرايطو كې هيڅ ضمانت نشته، چې له دې ځنډ وروسته دې بيا هم دا انتخابات د امنيتي او بوديجوي ستونزو پرته ترسره شي، ځكه د ورځپاڼې په وينا كه په هغه وخت كې هم نړيوالې ټولنې په دغو انتخاباتو كې كومه ګټه و نه ليدله نو بيا به يى هم ملاتړ ونكړي.
ورځپاڼې په يو بل مطلب كې په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو په فعاليت بحث كړې او پدې ترڅ كې د فرانسې د ولسمشر دا سپارښتنه يى راخستې، چې په افغانستان كې دې د نړيوالو ځواكونو په بيا تنظيم غور وشي.
ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه د ځينو كړيو دريځ ته په اشارې ليكلي، چې خداى دې وكړي، چې دا انتخاباتو د ځنډولو لپاره وروستۍ پلمه وي.
ورځپاڼې په دوام كې حكومت ته دا سپارښتنه كړې، چې پدې څلورو مياشتو كې دې د شفافو انتخاباتو لپاره زمينه برابره كړي.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك د لندن غونډې ته ځانګړې كړې او ليكلي، چې دا غونډه له افغانستان څخه د لويديځ د وتلو لا اواروي.
په ورځپاڼه كې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د پخلاينې په روانو هڅو هم بحث شوې او پدې ترڅ كې د پاكستان رول ته په اشارې ددغه هيواد د وتلي ژورنالسټ په حواله ليكل شوي، چې آى ايس آى اړ دې، چې خپل دريځ بدل كړي او د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو منځګړيتوب وكړي.
اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړيدي.
انيس پخپله سرمقاله كې د سټامبول غونډې ته په اشارې د افغانستان او پاكستان ترمنځ د تفاهم په اړتيا بحث كړې او هغه يى په سيمه كې د شتو ستونزو د هواري لپاره خورا مهم بللې دې.
خو اصلاح بيا ليكلي، چې د اسټامبول غونډه په افغانستان كې سولې ته د رسيدو لپاره يوه اغيزناكه هڅه ده.
افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې د مركزي حكومت پر ځاى له محلي ادارو سره د مرستې لپاره د بريتانيى او ځينو نورو هيوادونو دريځ ته په اشارې ليكلي، چې افغانان د يو غښتلي مركزي حكومت غوښتونكي دي.
ورځپاڼې په دوام كې بريتانيى او امريكا ته دا سپارښتنه كړې، چې ددې كار خطرناكه پايلې په پام كې وساتي او خپل پام دې د مركزي حكومت پياوړې كولو ته واړوي.
ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې په كابل ښار كې امنيتي تدابير انځور كړي او پكې دا ښودل شوې، چې ددغو تدابيرو په ترڅ كې امنيتي ادارې لارې بندوي.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم د ولسي جرګې د انتخاباتو په ځنډ بحث كړې، خو د ځينو كتونكو په حواله يى ليكلي، چې نا امنۍ د ولسي جرګې د انتخاباتو د ځنډ لپاره يو صادقانه او قانوني دليل نشي كيدلې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې له طالبانو سره د سولې په هڅو تبصره كړې او ليكلي، چې پدې برخه كې بايد د افغانستان د خلكو غږ هم واوريدل شي.
ورځپاڼې ليكلي كه څه هم افغانان په خپل هيواد كې د جنګونو د پاى ته رسولو لپاره له طالبانو سره د خبرو ملاتړ كوي، خو د ورځپاڼې په وينا دا پدې معنې نده، چې يو ځلې بيا د آى ايس آى په لاسو د خپل هيواد د برباديدو ننداره وكړي.