په عمومي ډول د پيښو او خبرونو ليکلو ته ژورناليزيم وايي او همدرانګه د ټولنيزو وسايلو له لارى د معلوماتو تبادلې ته هم ژورناليزم وايي.
د انسان په فطرت کې دي چې له معلوماتو څخه ځان خبر کړي چې دغه کار د ژورناليستانو په وسيله حل کيږي.
په نړيواله کچه د ژورناليزيم تعريف :
د تازه پيښو او وقايعو را ټولو ته چې د خلکو په خوښې برابر وي ژورناليزيم وايي .
يو بل تعريف چې په شلمه پېړۍ کې ژورناليزيم ته ورکړل شوى په دى ډول دى چې جريدي ، ورځپاڼې او ياهم نورو رسينو ته ليکنه د ژورناليزيم په مانا ده .
ژورنال يوه فرانسوي کلمه ده چې د ورځې د احوالو د ثبت په مانا راغلې ده . او هر ډول نشريي ته ژورنال ويلى شو .
بلاخره ژورناليزيم د ورځپاڼي ، راديو او تلويزيون له لارې د معلوماتي تبادلى ته وايي او ژورنالست هغه څوک دى چې د رسنيو لپاره کار کوي او هغه ته د نشر مواد برابر وي .
هغه موضوع چې په ژورناليزيم کې ځانګړى اهميت لري هغه عبارت له وخت څخه دى چې په عادى ليکنو کې بيا دا شان ندى.
داچې ژورناليست تر نورو ژر معلوماتو ته رسيږي او کولاى شي چې هغه په هرډول چې وغواړي خپور کړي ، او تجربو دا ښودلى ده چې ژورناليست کولاى شي د خپل خبر په وسيله يوې ټولنې او حتى جهان ته تغير ورکړي ، په اوسنيو وختونو کې خو د ځينو دولتونو له لوري ژورناليزيم ته څلورمه قوه هم ويل کيږي.
خو په افغانستان کې ژورناليزيم ډيرى وخت د تعريف برخلاف استعماليږي ، ځکه په افغانستان کې کله هم د سرچينو له لوري درست او موثق معلومات نه ورکول کيږي او کله هم د رسنيو د چارواکو له لوري ژورناليست ته د حقيقت د خپراوي اجازه نه ورکول کيږي ، نوم نه اخلم چې چيرته خو د يوې رسنۍ سره مې کار کاوه د جمعې ورځ وه د مربوطه رسنې مشر راغى او ماته وويل ((وه هلکه ! طالبان چې څومره مړه کولاى شى مړه يي کړه خو د دولت څه ونه واى ))
دغه شان مداخلو هم ژورناليستان له ګڼو ستونزو سره مخ کړيدي .
يوى بلى مسلې ته چې هم غواړم اشاره وکړم هغه دا ده چې په دى ورستيو کې په افغانستان کې د ژورناليستانو او سرچيني ترمنځ د پيسو ورکولو يو نوى فرهنګ هم رامنځته شوى چې دى کار هم د خبرونو حقيقت په تجارت بدل کړى دى .
اوسهال د ډيرو غونډو او محفلونو په پاى په ځانګړى ډول چې دولتي نه وي ، ژورناليستانو ته پيسې ورکول .
زه خو تراوسه په دى پوه شوى نه يم چې دوى ولى پيسې ورکوي ؟ ايا خبر يي د نشر وړ ندى ؟ ايا غواړي چې خبر يي د ژورناليزيم د اصولو برخلاف نشر شي ؟ ايا غواړي چې خبر يي غوړ نشر شي ؟ او که …………..؟؟؟؟
خو بيا په ځينو وختونو کې ژورناليست خبر نه وي د مربوطه رسنۍ له لوري وړاندى پيسې اخيستل شوي وي .
زه په دې اړه بې شميره اسناد لرم چې په افغانستان کې ګڼ شمير ژورناليستان پيسې اخلي .
زه د يو همکار په توګه د افغانستان ټولو ژورناليستانو ته وايم چې روزي رسونکى خداى دى او ددى لپاره چې دا هيواد په مونږ حق لري ، ددى حق د پرځاى کولو لپاره راځې چې د حقيقت خپرولو ته لاستوڼې راونغاړو ترڅو خپل ګران هيواد افغانستان مو د ستونزو څخه خلاص کړى وي .
د ټولو ژورناليستانو د سرلوړۍ ، ازادۍ او د حقيقت د خپراوۍ په هيله .