کور / تازه خبرونه / د ولسي جرګې انتخابات د سپټمبر ١٨ ته ځنډېږي

د ولسي جرګې انتخابات د سپټمبر ١٨ ته ځنډېږي

په کابل کي يوه لوېديځ ډيپلومات د ولسي جرګې د انتخاباتو د ځنډ خبر ورکړئ.
د بي بي سي انګليسي ويبپاڼي خبر ورکړئ چي د شنبې په ورځ به د افغانستان د انتخاباتو کمېسون د ولسي جرګې د ټولټاکنو دپاره نوې نېټه د سپټمبر د مباشتي ١٨ مه ورځ اعلان کړي.
د ولسي جرګې غړي هم د ټولټاکنو د ځنډ څخه غوږېدلي خو وايي له اصلي نېټې څخه يې خبر نه دي.
د ټولټاکنو د ځنډ خبر پر داسي مهال ورکول کېږي چي د انتخاباتو کمېسون پرون وکيلانو ته د عامه پوهاوي چاري پيل کړې او وايي په راتلونکو ورځو کي به د کانديدو وکيلانو د نوم ليکني چاري هم پيل سي.
لوېديځو هيوادونو په افغانستان کي د ولسي جرګې د پر وخت ټاکنو سره مخالفت کاوه، خو افغان حکومت او د انتخاباتو کمېسون دوې اونۍ وړاندي د ١٣٨٩ کال د جوزا لومړۍ چي د ٢٠١٠ د مې له ٢٢ نېټې سره يې سمون خوړئ د ټولټاکنو د ترسره کېدو دپاره اعلان کړه.
د افغانستان د انتخاباتو کمېسون وايي د ولسي جرګې د ټولټاکنو د ترسره کېدو په لاره کي د دوى يوازينۍ ستونزه د پيسو نيستوالى دئ.