د هلمند په خانشين ولسوالي کي تېر ماښام ناوخته يو ځانمرګى بريد سوئ چي پر بهرنيو ځواکونو سربېره يې دوه ملکي کسان وژلي او دوه نور ټبيان کړي دي.
په افغانستان کي مېشتو بهرنيو ځواکونو لا د خپلي مرګ ژوبلي جزيات نه دي ورکړي خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي ١٣ بهرني پوځيان يې مړه او ټپيان کړي دي.
بلي خواته د هلمند د والي وياند داود احمدي هم د بهرنيو پوځيانو مرګ ژوبله تائېدوي خو د تلفاتو له شمېر څخه ځان ناخبره ښيي.