د رويټرز آژانس د پاکستاني ژورناليست د يوې تازه تحليلي ليکني په حواله خبر ورکوي چي ممکن طالبان له افغان حکومت او بهرنيو ځواکونو سره خبرو ته حاضر سي.
احمدرشيد ويلي پاکستان اوس هم پر طالبانو باندي خپل نفوذ لري او کولاى سي هغوى د افغان حکومت سره خبرو ته تشويق کړي.
احمدرشيد په خپله مقاله کي د طالبانو د مشر ملامحمدعمر هغه پيغام ته اشاره کړې چي د نومبر په مياشت کي يې خپور کړئ او وايي په دې پيغام کي د نورو خلاف د سولي خوا ته تمايل ډېر وو، چي پکښي ملامحمدعمر د القاعدې څخه بېلتون ته هم اشاره کړې وه چي طالبان به افغانستان ته سوله راولي، بهرني ځواکونه به له افغانستان څخه باسي او دوى د ګاونډيو سره ښې اړيکي غواړي، همدا راز به افغانستان د القاعدې په مرکز نه بدلېږي.
احمدرشيد ليکلي په داسي حال کي چي په لندن کي د افغانستان په هکله کنفرانس جوړېږي، افغان مشر حامد کرزى د طالبانو سره د خبرو له يوه نوي پلان سره ور روان دئ او ناټو هم دې نتيجې ته رسېدلې چي په افغانستان کي د نظامي حضور سره ترڅنګ د مذاکراتو لاره هم پر مخ بوزي، دا ټول په افغانستان کي د سولي د راتګ دپاره يو ښه فرصت دئ.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه