کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دکابل امنیت دشپی پیرانان ساتي !

دکابل امنیت دشپی پیرانان ساتي !

دوې هفتی وړاندې ناوخته تقریبا دشپي دولس بجي راته تلفون راغلې دخوبه ېې راویښ کړم چي یونږدې خپل مي ډیرسخت ناروغ دﺉ . زما اودهغه موقعیت یوه اندازه لیري ؤ . یومیلمه مي درلودي چي هغه دظاهرشاه اوسردارداودخان په وخت کی دپولیسویوصاحب منصب ؤ اوډیرباتجربه کس ؤ اوس تقاعد سوې دﺉ.هغه هم په تلفون راویښ شواوپوښتنه يي رانه وکړه چي خیرت دﺉ :؟
ماورته جریان ووایه مادتلوتکل وکړﺉ هغه راسره راووتی ویل زه هم درسره ځم . ماورته وویل خیردي ته ارام وکړه زه یوازي هم تلاي سم خوهغه ټنګاروکړي دباندي راووتوموټرموچالان کړي اودکارته نوخواته موحرکت وکړي .

داتشویش راسره دي چي ناوخته دې ممکین په لاره کی مودپولیسوګزمي اونورامنیتی کسان وځنډوي . ناروغ ته به ژرونه رسیږو : په دغه خبروسره اخته یو زماملګري واېې نن اوپرون ځان وژونکی حملی ندې سوې پولس سره امرانوډیرارام یانشه دی یاویده دې غم مه کوه په هرحال راووتواوحرکت مووکړي . کله چي دعبدالحق څلورلارې ته ورسیدوهلته رنجرموټرولاړؤ پولیس دهغه په سیټانواودښی لاس خواته کانتنرکی ښه په خواږه خوب ویده وه ، یوه تن یوازي زموږ دموټرته ترکړکی وکتل هغه هم دخوبه ؤڅه یی ونه ویل موږتیرسو .

دزړومکرویانوپرلارکارته نوته ورسیدو هیچا زموږ نه پوښتنه ونکړه چي تاسي چیري ځې تذکره لري که نه ؟ دکوم ځای یاست ؟ څه کاره یاست ؟ موږډیرژرترناروغه ورسیدو. مریض مودکوره راواخیست لومړﺉ دسیاوش کلینک ته راغلو هغه تړلﺉ ؤ . وروسته دبالاحصارنه لاندي پرنوي سرک ددارالامان خواته ولاړو ترکیوروغتون پوري چي په دالامان کی ده دکابل پرسرکانوسپوکزمه کوله دپولیس سایه هم ونه لیده .هلته چي ولاړو په دروازه کي ېې جواب راکړي چي دامهال زموږمهم ډاکتران په روغتون کي نسته چي ستاسې مریض وګورې .

بیرته موددهمزنګ خواته حرکت راوکړې داوخت دشپي یوه بجه وه . کله چي دمحسني ترمدرسی راتیرسوملګري راته وویل چي په خوشحال خان کی یوروغتون دﺉ چي دهندوستان دسکاټ شفاخاني سره اړیکي لري کیداې هلته کوم ډاکتروي . نودکارته سه په سرک پول سوخته خواته وګرځیدو .

ددریمی کارتي دپولیسوماموریت مخ ته تیرسوهیځ پولیس موحتی دماموریت په دروازه کي هم ونه لیدﺉ . دروازه هم نه وه تړلې . ملګري راته وویل چي دپولیسوماموریت ته دی پام سته؟ دروازه کي یی هم پیره دارنسته اوس که ځوک ورننوزې شاید يومسلح کس ټول پوليس له منځه یوسي . په هرحال دده بورې دچوک دلاري ميرويس ميدان ( کوټه سنګي ) ته ووتو.

په خوشحال خان کي هغه کلینک ته ورغلو هلته ېې هم چا اجازه رانکړه ول داکتران دامها ل نه وې .ملګرې ته مي وویل چي لومړې به دده افغانانودرملتونوته ولاړسوکه یوه ددرد پیچکارې به دیوه نوکرې وال درملتونه نه راسره واخلواویابه یی هلته ورته تطبیق دناروغ دردبه ترهغوچی روغتون ته یی رسوو لږ به ارام وي .

دباغ بالادلارې دامینه قوماندانی جنوبی دروازې مخ خواته راتیرسو هیځ امنیتي ځوک موونه لیدې همدا سې دسیرنا هوټل دغربی دروازې له لارې دښاروالي ترمخ راتیرسو کله چي ګلبهارسنترمخ ته راغلوهلته یو پولیس اویو عسکرې ټانګ ولاړؤ .یوه پولیس دموټر دمخ سیټ ته سرراښکاره کړې اووې ویل پردې لاره اجازه نسته زماملګرې ورته زه وریاد کړم چي دادکرزې صاحب مشاوردی او دجیبه یی یوکاغدورته راوایستی چی کاغد یی ورښکاره کړې عسکراشاره وکړه چي ورځې .

ما فکروکړې چي دازما دملګرې سره کوم دولتې یا دارګ ته دورتلوکارت ؤ دملګرې نه می پوښتنه وکړه چي داڅه شی کارت ؤچی دي عسکرموږته اجازه راکړه ؟ اوزه نه دکرزې صاحب هغه جواب راکړي چي داکارت نه ؤ دریشی مي خوشکه شویی ته دمنځلودپاره ورکړیوه دهغه رسید ؤ ډیرموورته وخندل ، موږ چی تیرسو درې توری شیشی لنډکوزرموتران پرله پیسی وه په ډیرچټکیتاپه موږپیسی راغله اودرې واړه مسلح وه داسی معلومیده چي یا غله دې یاد ګزمی لوړپوړي صاحب منصبان دې اویا ډیرنشه دې ماملګرې ته وویل چی لارورکوه چی داغله نه وې .

هغوي چي ترموږتیرسوه زما ملګرې وپیژندل اوماته ېې وویل داپلانکی جهادې مشردساختمانی شرکت یوايرانی سکرتردی چي دطلاې شهرک یوجرمنی مالک ېې څوکاله مخکی څوواره وډباوه اوویراوه اوبیا داښارکوټی ده اودپلانکی رهیرزوې سره خرڅ کړې کله چي دهغه نوم رایادکړې چي پلانکی نومیږې نومادهغه داستانونه دخلګواوریدلې وه چي دی په کوم هنردخلګونه پردوهم اودریم لاس دپروژود خرڅولوترنامه لاندې خلګونه پیسی و اخلی اوپه بندولوکی څومره مهارت لرې اودهغه دطلایی شهرک داستان چي دوې په کوم هنرهغه جرمنی چي( )نومیدی ورک کړې اودهغه سرمایه یی څنګه نوش وجان کړه .

ماویل ملګرې ته وویل چي داپردې کس په دې شپه اوپه دومره دبدبه په دي حساسوشرایطوکی ګرزې راګرزې نودلته به څنګه امینت راسې . زما ملګرې په دې چي دکورینوچارووزارت پخوانی صاحب منصب ؤ اوهلته تګ راتګ اودوستان لرې په ډیرومسایلوخبرؤماته یی وویل چي دې دانه تذکره لرې اونه پاسپورت نه ددې ځای دې خوچی اوس ماوتا دوادړه دلته ژوندي ښخ کی دپوښتنی څوک ولاکه پیداکړو.

داهرڅه کولاې سی په دې داتمرصاحب زورهم نه رسیږې توبه می وکښه چي ښه سو چي ترموږتیرسو.کله چي وزیراکبرخان ته راغلو . دوزیراکبرخان روغتون دروازې هم اجازه رانکړه . اخره موفیصله پردې وکړه چي دامریض به په دریم مکرویانوکی شنوزاده کلنيک ته یوسو . ترڅوهلته موراوړي . کله چي مومریض هلته بسترکړې . ماملګر ی ته وویل چي ترسهاره یی دلته وساته په دې کلنیک کی ټول درمل جعلې دې سهاربه ناروغ یاپېښورته ولیږو اویابه په تایمنی کی هغه دهندوانوکلنبک ته بوزو . خوپه هرحا ل دسهار تراذان پورې دخپل ناروغ سره ناست ؤبالاخره زه اوملګری دواړه راووتو ناروغ لږ ارام ؤ غوښتل موچي لمونځ اواودس وکړوڅنګه چي ډیروختي ؤ همداسی ددریم اوڅلورم مکرویانوپرسرک دلمرخواته راروان سو .

یخنی وه خوځانونه موپیچلي وه زما ملګرې یوبلاک راوښودﺉ اوراته ووی ویل چي په دغه بلاک کې دکورینوچاروزارت دامنیتی مرستیال کوردﺉ . دبلاک په پيل کانتینرونه پراته وه خوپولیس ېې ټول ویده وه ماته هغه متل په یاد راغلي واېې ( چی خاوند یی خوبونه کوی ګامیښي به ېې نرکوټي زیږوې ) . دچي امنیتی مرستیال پیره داران ویده دسرک دغاړې دابه خوباید دورځې هم ویده وې همداسی ورورو دحاجی قدیرلیسی جنوب خواته دیوه وړوکی پارک خواته ولاړو دحاجی قدیردلیسی دلویزخواته هلته دڅوجنرالانوکورونه وه چي یویی دکورینوچارودوزیرخپل ؤ دهغه دبلاک مخ اوشاته دپولیسو غرفې وې دټولو غرفوپولیسان ویده وه .

داوخت دسهار دلمانځه وخت سودشنوزاده کلینک څنګ ته نږدې مسجد ته راروان و . مادخپل ملګرې نه پوښتنه وکړه چي دادکابل امینت څوک ساتی ماوتا دکابل درې برخی ولیدې دوه پولیسان موولید ل په داسې حال کی چی هرورځ ځان وژونکی حملې کیږې ، خلګ تښتول کیږې ، غلاوې کیږې ، وزارتونه ترحملولاندې راځې ته پولیس ېې داکابل څوک ساتی . ؟ (هغه وخندل اوراته ووی ویل چي دورځې یی رشوت خواران ساتی اودشپی یی پیرانان )

ملګري راته وویل چي دخدای فضل دي چي نن یاپرون ځان وژونکی حمله نده سوې که نه دغه دوپولیسانوبه رانه پنځه زره افغانی اخیستی وای . بیا ماپوښتنه ترې وکړه چی دسردارداؤدخان اوهمدارنګه دظاهرشاه په وخت کی هم داسې غفلت ؤ ؟

هغه ویل ګوره هغه وخت کی پرهربازار دوه کسه دیو ی خوا اودوه دبلې خوا مسلح ټوله شپه تله راتله اوهرپولیس دشپی یوساعت پیره درلوده اودنورکریوالانو صاحب منصبانولخوابه ټوله شپه منظمي کزمی کیدې که به یوپولیس یاعسکرپرپیره ویده ؤ یوکال يې ترخیځ ځنډیدی اوڅوورځی به بندی ؤ په ګزموپسی به امینه قوماندان اوپه هغه پسی به دکورینوچاروزیرراوتی اوهره شپه به یی کتل چي نوکریوالان اوپولیس پرخپلودندوحاضردی اوکه نه ؟

اوهرسهاربه دټولوراپورنه کتل کیده داوس نه پولس پولیس دې اونه صحب منصبان هسی نومونه ېې دپولیسودې په داسې حال کی چي زموږپولیسو تنخواهم نه درلوده یوازې دوطن خدمت ته به دوه کاله په میړانه ولاړوه اکه اوس ورته ووایی چي ولې ویده وې سهارواېې زه داکارنه کوم ازادبازاراودیموکراسی ده وایی زه دکارنه کوم .

دورځی هم دڅه پیدادپاره راوزې که داپیدا وارنه وې دابه ددورځې هم یوونه وینې زموږپه وخت کی برهرچو ک به دتذکرې پوښتنه کیده پوښتنه کیده . ځوک یی چیرې ځی چي تریوه ګزمه به تیرسو بلې به راوګرځاوه اوپوښتنه به یی تری کوله که به درواغ ویلې وه دستی به يې راګرځاوه اوس خوچي نن ځان وژونکی حمله وسې دشيي ترلسوبجوپورې لایوونیم ګرزي راګرزې . په نوروورځوکی داسی حال وې لکه دانن . هغه وویل چي ځان وژونکي حملې والاخوپیرانان نه دې چي څوک یی نه وینې . دهمدې ورستي اداری له غفلته ګټه اخلې . وسلام