د پاکستان حکومت وايي برتانيې له دغه هيواد سره د ترهګرۍ ضد جنګ په مرستو کي کمى راوستلى دئ. او له څو مياشتو راهيسي يې دغه پيسې نه دي ورکړي.
د پاکستان حکومت د ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم له امريکا او برتانيې څخه هر کال په سوونو ميلونه ډالره مرسته ترلاسه کوي، خو وايي د تيرو څو مياشتو راهيسي د برتانيې حکومت دغه پيسې په لومړي سر کي لږولې اوس يې بېخي نه ورکوي.
د برتانيې د بهرنيو چارو وزارت هم پاکستان د پيسو نه ورکول مني خو وايي صدارعظم ګورډن براون دغه پيسې ځکه ځنډولي چي د ډالر په مقابل کي د سټرلينګ پونډ ارزښت را ټيټ سوئ او له دې امله برتانيې يو زر اتيا ميليونه ډالره تاوان کړئ دئ.