کور / تازه خبرونه / حامد کرزى تر لندن دمخه برلين ته ځي

حامد کرزى تر لندن دمخه برلين ته ځي

د جرمني حکومت خبر ورکړئ چي د افغانستان ولسمشر حامد کرزى به د جنوري پر شپږويشتمه او اووه ويشتمه له برلين څخه ليدنه وکړي.
د جرمني د لومړۍ وزيري يوه وياند دغه خبر اوس تازه رسنيو ته ورکړ.
د نوموړي په وينا ولسمشر کرزى به په افغانستان کي د جرمني پوځيانو د ماموريت او د ناټو ځواکونو پر ستراتيژي باندي خبري وکړي.
دوې اونۍ وړاندي د جرمني د دفاع وزير وويل د لندن په کنفرانس کي به دغه هيواد د افغانستان په هکله خپله جلا ستراتيژي چي د ناټو او امريکا له هغې څخه به جلا وي اعلان کړي.