د تيري اونۍ له سختي زلزلې وروسته د هايټي هيواد بيا يوې زلزلې ولړزاوه چي د خلګو په زړونو کي يې تېره سوې بېره يو ځل بيا تازه کړه.
د مځک پېژندني يوې امريکايي ادارې ويلي دغه زلزله د ريختر په حساب يو اعشاريه يوه درجه وه چي خلګ يې له سختي وارخطايي سره مخ کړي دي.
په هايټي کي تېره اونۍ د ريختر په حساب اووه اعشاريه شپږ درجې زلزله وسوه چي د راپورونو له مخي نيژدې دوه لکه کسان يې وژلي دي.
په هايټي کي د ملګرو ملتونو اداره وايي تر اوسه ٧٥٠٠٠ مړي له خاورو را ايستل سوي دي.
وېډيو :