که موږخپل لنډ دیرش کلن تاریخ ته نظرواچوو یوه اساسي ستونځه چي دافغانستان دولت ورسره مخامخ د ﺉ اونه سي کولاې ځان له دي نه خلاص کړي هغه په امنیتی کړیوکی وملې ګټوته دمتعهدو اووفاداره باتجربه کسانونه موجودیت دﺉ . دسردارمحمدداؤ دخان له شهادت نه وروسته افغانستان دایدیولوژیو دتجربولابراتوارجوړسو .
هردولت چي منځ ته راغلې هغه دیوي خارجي ایدیولوژﺉ په اساس دهغه ایدیولوژې دخارجي ملاتړوپه زورمنځ ته راغلي . تجربوثابته کړه چی کوم نظامونه چي دپردویوایدیولوژیوپه اساس منځ ته راځي هغوي زیات پرایدیولوژي فکرکوی نه پرملي ګټو کله چی کمونیستان منځ ته راغله هغوي ترملي ګټوپرکمونیستی ګټوفکرکاوه .
خصوصا استخباراتي ټولي کړي دهغه چانه جوړي سوي چي هغوې کمونیستی ایدیولوژې ته وفاداره وي دسردارداودخان ټول امنیتی اداري مستقیما د(کی جي بې) لخوا دخپلووفادارانونه جوړې کړې . کله چي مجاهدین قدرت ته ورسيده دنورو ګاونډې هیوادوروزل سوې اوهم دمختلفوایدیولوژیو ګډوډ استخباراتي ما جون رامنځ ته سو. چي هغوې پخپل منځ کي دډیرواختلافاتوسره لاس وګریوان وه نه یوازې استخبارات ددي اختلافاتوښکاروه بلکه دکورینوچاروزارت اودفاع وزارت هم دمختلفوایدیولوژیواومختلفو تنظمونو ، اوګاونډیوهیوادو دروزل سووکسانونه یومیکس ( ګډوډ ) اروګانونه اواداري منځ ته راغلی . همداعلت ددې باعث سوچي صدراعظم اورجمهورریس پخپلوکي په جګړواخته وه . دطالیبانوراتګ بیاهم پرهغه زړو استخباراتی کړیوتکیه وکړه خوزیاته برخه دیوه ګاونډي هیواد په ګټه وه ..
دکرزﺉ دراتګ سره یوه نوي پاڼه واوښته هغه داچي دامریکا اودهغوزړو رقیبانولکه روس . ایران . پاکستان . هندوستان . چین اواسلامی هیوادو ترمنځ یومرموزاوپټ رقابت په ټولواداروخصوصا په استخباراتی کړیوکی رامنځ ته سوی دﺉ . چي دکرزﺉ جرات اوصلاحیت يی هم ترسیورې لاندې راوستلې دﺉ اودکرزﺉ داملي ضدمصلحتونه اودتش سیورې نه دهغه ډاراوویرې چي یوسترقوم ( پښتون ) وتاریخ اوحثیت ته ېې سخت زیان رسولې دﺉ ښکاره بیلګی دې . چي سړي کولاې سی دکرزﺉ دکابني نه ښه درک وکړې خکه کله چي یوه کابینه دپردیودلس ګونواستخباراتو په منځ کی تقسیم سو ی وې نوامنیتی ارګانونه خوحتمي مستقلی نه سي پاته کیداې . یوعلت چي زموږ امنیتی ارګانونه نه سي کولاي چي دیوي پیښي نه مخ کي عکس العمل وښي زموږپه استخباراتی اوامنتي کړیوکي ډیرقوې پردې استخباراتی لاسونه دي نه یوازې په امنتتی اداروکی بلکه زموږداکثرواداروپه منځ کي اوس ایدیوژیکﺉ کشمکشونه ډیرزیات سویدي خارجی استخبارات تربله هره اداره علاقه لرې چي په استخباراتواوامنبتي اداروکی نفوذ وکړﺉ .
دروم دپروسي اودپخواني پاچا دملګرواوکرزﺉ ترمنځ داختلاف یواساسي ټکی همداؤ چي هغوي غوښتل یوملي حکومت اواداره منځ ته راولي ترڅودساړه جنګ ددوران له رقاتبونونه په نسبتی ډول پاکه وﺉ . برعکس حامد کرزﺉ ددولت اواداري نه دتننظمونواوایدیولوژیوترمنځ دبزکشی میدان جوړکړﺉ . چي اوس دکرزې دجوړې سوې بزکشی نه ټول ملت کړیږې .
نه امنیت منځ ته راځې اونه هم دفساد مخه نیول کیږې که موږ دفکري اویا دخارجي اړیکوله لیحاظه دکورینوچارواوسنی وزیراویا ددملې دفاع اوسنی وزیراودملې امینت ریس وځیړو هم دفکرې . هم دتنظمی اوهم سلیقوې لیحاظه مځکه اواسمان فرق لرې اوفکرې اختلافات نه سی کولاې چي پریوه مسله دی سل په سل کی توافق منځ ته راسي ترڅوچي دافغانستان حساس امنیتی ارګانونه دګاونډیوهیوادو له ایدلوژیکو،پردوزړواستخباراتي کړیو، زړوتنیظمونواوحزبونو له اختباره ونه وزې اوترڅوچي امنیتی ارګانونه وداسی کسانوته ونه سپارل سي چي هغه سل فیصده په رښتنی توګه ملې ګټوته وفاداره اومتعهد نه وﺉ په هیځ صورت به نه امنیت راسي اونه به دیوې پیښی مخنیوې مخکی له پیښی ترسره سی همداسی حالت به وي . کومي پیښي چي په جریان ددوکالودکابل دښارپه زړه کی رامنځ ته سوې ډیری وړې اوساده پیښی نه وې . پرهره یوه ېې په میاشتومیاشتوکارسویدې ا اوزیات مصرف په سویدې کله چي زموږ امنیتی ارګانونه داسی سترې پیښی نه سي پیداکولاې اومخه نه سې نیولاې حتما یا داډیرې غافلې ادارې دی ؟اویا پخپله ددې اداروځینی ښاخونه په دي پیښوکی ککړې دي ؟.
ویا پخپله امنیتی اداري دپریواستخباراتوښکاردي . که یوه امنتی اداره په یوه پیښه کی غافل ګیره کیږې امکان لرې خوداچی په هره میاشت کي دومره غم لړلې اودوینولړلې کارنامي ترسره کیږې اوبیا زموږ دامنیتی ادارومشران په دې فخرکوي چي موږمیړانه کړیده چی ترپیښیدووروسته واقعه خنثی کړیده هغه هم په ډیروځانی اومالې تلفاتودانوهسي دخلګوپه سترګوکی خاورې اچول دې (رسول کریم ( ص ) فرمایی که یومسلمان دیوه غاره څوواره مارچیچی زماله امته نه دې ) زموږبی چاره ملت په لسګونوواره دامنیتی ادارو دغفلت اوپی خبرې له لاسه ځانونه اومالونه قربانی کوي نه شوراددې همت پیداکړې چي په دې دهغوې نه سمه پوښتنه وکړې اونه هم ولسمشر ، سمه اداره دې ته نه سی ویل کیداې چي ترپیښی وروسته عکس العمل ښکاره کوي . کمسون ورته تکاکی اوتحقیق پرکوې . پاونه موږ دخپلوصادقواوبی چاره عسکرواوپولیسو دمیړاني مدال دهغواداروغافلومشرانوته باید ورکړوکوم چي ټوله نړي ېې ترشاولاړه اوپه ملیارډو ډالره مصرفوي خودامنیت په راوستلوکي مطلق ناکامه دې . په کابل کی د2010کال دجنورې داتلسمی نیټی حملوداوښودله چي زموږ امنیتی ارګانونه څومره کمزوري دی . خوبرعکس زموږ ولس اوعسکراوپولیس څومره میړني دي . پوښتنه داده چي دکابل په دروازه کی زموږ امنیت په دې حال وي په نورستان ، غور، فراه اونورولیرې ولایاتوکی به دخلګوامنیت څنګه وي ؟چي هلته مطبوعات هم نسته چي یوه ورځ ېې یادونه وکړي . که زه رحیم وردګ . یااتمرپرځاې واې په ډیره ځوانمردانه ډول مي دخپل مظلوم ملت نه بخښنه غوښته اواستفی می ورکول خودادقدرت لیونی بیاهم دمطبوعاتوپه وړاندي ظاهرسي اودخپلوکړووړوصفت کوي . کاشکی دوي ددوه کاله مخکی دجشن فلم یوځل وګوري بیا ځان صفت وکړې .