د هايټي تر سختي زلزلې وروسته چي لا اوس هم د خاورو څخه د مړو را ايستل دوام لري يوه اويا کلنه ښځه بسته اونۍ وروسته ژوندۍ وموندل سوه.
د اينا زيزي په نوم دغه سپين سرې چي يوه کاتوليک عيسوۍ ده وايي تر زلزلې وروسته يې ځان نه مايوسه کاوه او يوازي يې خپل خداى ته دوعاوي کولې .
دغه ښځه چي د مکسيکو د ژغورني عملې ژوندۍ موندلې وايي هغه مايوسه نه وه، د را ايستلو پر مهال يې له ځان سره سندره زمزمه کوله.
د اينا زيزي زوى د خپلي مور پر ژوندي پاتېدو ډېره خوشحالي ښودلې او وايي دا يوه خدايي معجزه ده چي پسله يوې اونۍ دي څوک بېله خوراک او څښاک څخه ژوندى له خاورو را ايستل کېږي.