کور / تازه خبرونه / پېښور: د ايالتي اسمبلۍ غړى په چاودنه کي ټپي سو

پېښور: د ايالتي اسمبلۍ غړى په چاودنه کي ټپي سو

د پېښور په نننۍ چاودنه کي چي لر او بر يې مخکي خبر خپور کړئ، د پښتونخوا ايالتي اسمبلۍ غړى او د نيشنل عوامي ګوند غړى اورنګ زېب خان او پنځه ملګري ټپيان سوي دي.
د پېښور د پوليسو مشر وايي چاودنه د اورنګ زېب خان له موټر سره نيژدې سوې چي له امله يې هغه او پنځه نور کسان ټپيان سوي دي.
د پوليسو په وينا چاودونکي مواد په يوه بل موټر کي ځاى پر ځاى سوي وو چي وروسته د ريموټ په ذريعه شاټي ورکړل سوې ده.
د پېښور د ايل، آر، ايچ روغتون ډاکټران وايي اورنګ زېب خان تر تداوي لاندي دئ او د ژوند حالت يې د ډاډ وړ دئ.
د پېښور دغه چاودنه پر داسي مهال کېږي چي د پښتونخوا چارواکو د عدم تشدد د سياسي فلسفې د سالار پاچاخان د دوه ويشتم تلين ياد غونډه روانه وه.