په امريکا کي د بهرنيو اړيکو مشورتي اداره وايي په هندوستان کي مېشت د پاکستاني بنسټپالو ګوندونو غړي په دغه هيواد کي د ممبى د بريدونو په څېر د نورو حملو پلان لري.
دې ادارې په يوه راپور کي ويلي چي د هندوستان د حکومت پر پوره امادګۍ سربېره لا بيا هم د پاکستاني ترهګرو د بريدونو خطر موجود دئ.
بلي خواته د هند د ملي امنيت شورا رئيس ايم، کې، ناراين وايي پاکستان لا اوس هم د ترهګرو له ملاتړ څخه لاس نه دئ اخيستئ او ترهګر پر هندوستان باندي د فشار د يوې آلې په توګه استعمالوي.