کور / تازه خبرونه / ويرجنيا: په وسله واله حمله کي اته تنه ووژل سول

ويرجنيا: په وسله واله حمله کي اته تنه ووژل سول

د امريکا د ويرجنيا ايالت په مرکز کي يوه نامعلوم کس پر عامو خلګو حمله کړې چي اته تنه يې وژلي او تر لسو ډېر يې ټبيان کړي دي.
پوليس وايي د دغه کس د نيولو هڅي رواني دي خو لا دوى نه پوهېږي چي هغه څوک دئ او ولي يې پر عامو خلګو ټکان کړي دي.
د راپورونو له مخي نامعلوم وسله وال د پېښي پر مهال د پوليسو پر يوه څرخکه هم ډزي کړي، خو هغوى ته کوم زيان نه دئ اوښتئ.