په نايجريا کي د وسله والو عيسوي ډلو په حملو کي د يکشنبې په راهيسي تر ٣٠٠ ډېر مسلمانان وژل سوي دي.
د جوز په ښار کي د يوه مسجد د جوړولو پر سر شخړه هغه مهال په جنګ واوښته چي عيسويانو د مسلمانانو پر کورونو حمله وکړه او ور يې ورواچاوه.
د جوز په ښار کي د يوه مسجد امام رسنيو ته ويلي چي په دې حملو کي يوازي د ده مسجد ته ١٧٠ مړي ور وړل سوي دي. د نوموړي په وينا تر ٣٠٠ ډېر مسلمانان وژل سوي او د ٩٠٠ په شاوخوا کي ټپيان دي چي د ٩٠ کسانو ژوند د ډاډ وړ نه دئ.
بلي خواته د نايجريا حکومت په جوز کي پر تګ راتګ بنديز لګولئ او دغه ښار ته يې هوايي الوتني هم ځنډولي دي.