د امريکا د دفاع وزير رابرت ګېټس له لسګونو امريکايي ملګرو سره پاکستان ته رسېدونکئ دئ.
پاکستان ته د ګېټس د سفر او دومره شمېر ملګرو د لامل جزيات نه دي څرګند خو په اسلام آباد کي د امريکا سفارت وايي دغه هيواد ته د ښاغلي ګېټس د سفر موخه د واشنګټن او اسلام آباد ترمنځ د ترهګرۍ ضد جګړې په هکله د همکاريو د يوه نوي باب پرانيستل دي.
رابرت ګېټس تر اسلام آباد دمخه د هندوستان له پلازمېني ډيلي څخه هم ليدنه وکړه.