د کاناډا د دفاع وزارت وايي د هغه عسکر د رارسېدلو او درنښت په خاطر يې ځانګړي ترتيبات نيولي چي د تيري شنبې په ورځ په کندهار کي وژل سوئ دئ.
د کاناډا حکومت وايي ٤٤ کلن جان فاټ د کندهار په پنجوايي ولسوالي کي د ماين په يوه چاودنه کي وژل سوئ دئ.
د دفاع وزارت په وينا دا يې يوسل نهه دېرشم عسکر دئ چي له ٢٠٠٢ کال راهيسي په افغانستان کي وژل کېږي.