بسم الله الرحمن الرحیم ـ د یوویشتمی پیړۍ لومړۍ لسیزه د جنګ لسیزه ده چی پر افغانستان د پوځی حملې څخه راپیل سوې ده . له همدې ځایه د لومړي ځل لپاره امریکایی اډې او امریکایی پوځیان په ختیځه اروپا ، منځني ختیځ ، او مرکزی او جنوبی آسیا کی مستقر او پسی ډیر سول ، یعنی هغه سیمي چی تر دې دمه د پنتاګون د دایمی شتون څخه بهر پاته وې .
که د نړۍ په هر کونج او هر ګوټ کی هم څه خبره یا کومه منطقوی ستونزه پیښه سی ، نو واشنګټن په لوی لاس هغه د ځان د « امنیت » سره تړي او هرومرو ځان د پوځی پلوه هلته رسوی ، مداخله کوی او دښمنان تولیدوی . همدا علت دی چی دغسی ننوتني اکثرأ « حتمی یا لازمی » نه بلکی « اختیاری یا انتخابی » وی . د افغانستان اشغال هم یو انتخاب و ، نه کوم ضرورت .
پر افغانستان د امریکا حملې او نننۍ جګړې دا ثابته کړه چی د امریکا بهرنۍ تګلاره عملأ د « سیاسی » حالت څخه « نظامی » حالت ته اوښتې ده . واشنګټن دلته د دیموکراسۍ پر ځای تریاک راشنه کړل ، جنګسالاران یې د غارونو څخه قصرونو ته ورسول ، جنګ مشران یې « مارشالان ! » او « ملی اتلان ! » کړل ، مخالفت یې په مقاومت سره بدل کړ ، طالبان یې راویښ او فعال کړل ، بېګناه او ملکی خلک یې د خاورو مېلمانه کړل . . . ځکه نو په افغانستان کی د امریکا او لویدیځ د پوځی شتون پروسه غلطه ده ، جنګی طریقه یې غلطه ده او باالاخره اصلی اراده یې غلطه ده . دا ټول هغه ژوندۍ بېلګې دي چی د اتو کالو راهیسی مسلسل جریان لری .
دا نن یو منلی حقیقت دی چی امریکا دښمنانو یا دښمن جوړولو ته سخته اړتیا لری ، که نه هغه به یو بېکاره او بی هدفه غوندی هېواد وی . امریکا په افغانستان کی د دوهمی نړیوالی جګړې دوه چنده زیاته موده جنګېدلې ده . د افغان جنګ تر ټولو ستر درواغ دا دﺉ چی واشنګټن وایی : « موږ د تروریسټانو سره مخکی له دې چی همدلته جنګېدای ، باید همالته وجنګیږو . » واشنګټن او لویدیځ ملګري یې همدغه درواغ پر خلکو خرڅوی . خو شواهدو ښودلې چی پر امریکا د سپټمبر د یوولسمی حمله د افغانستان د غارونو څخه نه بلکی د جرمنی د اپارتمانونو څخه طرح سوې وه چی صرف ۱۹ ځوانانو امریکا ته د اسراییلو څخه د ملاتړ سزا ورکړه .
طالبان هیڅکله د امریکا او لویدیځ دښمان نه وو ، او نه دي . بلکی هغوی د خپل هېواد د آزادۍ لپاره ورسره جنګیږی . آیا که طالبان کله هم د طیارو ضد راکټونه پیدا کړي ، د دې جنګ پایلی به امریکا پر ګونډو نه کړی ؟
سپینه ماڼۍ مسلسل لګیا ده چی د افغانستان روان جنګ نور هم شدید او پاکستان ته پسی خپور کړی . دغه ارتکاب څو لوی مصیبتونه په بر کی لری لکه :
لومړی ـ د افغانستان او پاکستان تر منځ د کړکیچ زیاتول ؛
دوهم ـ د هند او پاکستان تر منځ اوږد مهاله بیدَه جیوپولیټیکل سیالي بیرته راویښه او فعالول ؛
درېیم ـ د واشنګټن او منطقوی قدرتونو تر منځ د مرکزی آسیا او کسپین د نفتی حوزې په سر د رقابت شدیدول ؛
څلرم ـ د پنځو ګاونډو هېوادونو بې ثباته کول او ملی ګټی یې د خطر سره مخامخ کول ؛
پنځم ـ د سیمه ییزو ځواکونو ( لکه چین ، روسیې ، ایران ، هند او پاکستان ) تر منځ د جیوپولیټیکل سیالیو ډیرول ؛
شپږم ـ باالاخره د جګړې بڅرکي راپورته کول ؛
دا چی په افغانستان کی جګړه تونده سوې او مقاومت پراخ سوﺉ ، دا د امریکایی پوځ د ناکامۍ ښکارندوی دی او ځکه نو هغوی دیرش زره نور پوځیان راوغوښتل تر څو خپله ماتې جبران کړای سی .
د امریکا هدف افغانستان نه بلکی سیمه او نور هېوادونه دي ( لکه ایران ، پاکستان ، چین ، هند ، روسیه ، مرکزی آسیا او منځني ختیځ ) . په بل عبارت ، امریکا په سیمه کی دوه ډوله هدفونه لری چی لومړني یې « نږدې » او دوهمی یې هم « لیری » اهداف دي . نږدې یا فعلی هدفونه یې دا دي :
لومړی ـ په افغانستان کی د خپل پوځی استقرار ټینګول ؛
دوهم ـ افغانستان په خپلو منګلو کی لرل ؛
درېیم ـ د افغان مقاومت ځپل ؛
څلرم ـ افغانستان د خپلو مابعده اهدافو لپاره د ټوپ د یوې تختې غوندی استعمالول ؛
لیری یا وروستي هدفونه یې دا دي :
لومړی ـ د مرکزی آسیا او کسپین نفتی حوزې ته ځان رسول او پر دغو منابعو غېږ راګرځول ؛
دوهم ـ د چین د اقتصادی قدرت ایسارول ؛
درېیم ـ د روسیې د نظامی قدرت محاصره کول ؛
څلرم ـ پر ایران او پاکستان باندی د نفوذ تأمینول او بیا تسلط پر قایمول ؛
ځکه نو ویلای سو چی : امریکا افغانستان ته پوځیان رالیږی ، پاکستان ته جګړه صادروی ، ایران ته اخطار ورکوی ، چین او روسیې ته خبردارﺉ ورکوی ( چی موږ دلته راغلي یو ! ) ، جیوپولټیک اهدافو ته ځان برابروی ، پوځی صنعت ته ډاډ ورکوی چی ډیري عصری وسلې تولید او را کړﺉ ، جنرالانو ته اطمینان ورکوی چی دغه وسلې وکاروﺉ او سخت وجنګېږﺉ ، او باالاخره افغانانو ته خبردارﺉ ورکوی چی موږ « انګریزان » او « شورویان » نه یو ! ناپلیون بوناپارت څه ښه ویلي چی « جګړه د وحشیانو تجارت دی » .
هو ، همدا علت دی چی واشنګټن باید په افغانستان کی د خپل پوځی اوږد مهاله شتون لپاره « القاعده » او « تروریزم » له حده غټ وښیًی او امریکا ته یې « لوی تهدید ! » وبولی حال دا چی اصلی جنګ یې د هغوی سره نه بلکی د طالبانو سره دی چی د دې وطن بچیان دي او د امریکایی نیونی پر ضد مجبورأ خپلی او د دوی ویني تویوی . وګورﺉ د بارک اوباما امنیتی سلاکار جیمز جونز ( د ۲۰۰۹ د اکتوبر پر څلرمه ) پخپله اعتراف وکړ چی : « موږ القاعده په افغانستان کی په بري سره دړي وړي کړه . څه نا څه ۱۰۰ القاعده فعالین په افغانستان کی پاته دي چی عملیات کوی . هغوی اډې نه لری ، نه پر موږ او نه هم زموږ پر ملګرو د حملو توان نور نه لری . » ښه ، چی داسی ده نو ولی نور دیرش زره پوځیان رالیږل کیږی ؟ ځواب یې پورته ذکر سو .
واشنګټن په تیرو ۸ کالو کی دلته پنځه غیر ملی او خورا منفوری ډلی په غېږ کی نیولي دي ، لکه :
الف ـ مخدره سالاران ؛
ب ـ جنګسالاران ؛
ج ـ فساد سالاران ؛
د ـ قدرت سالاران ؛
و ـ ملیشه سالارن ؛
دغه ټول ګنهکاران د خپلو جېبونو د ډکولو او صرف امریکایانو ته د خدمت کولو په غم کی دي نه د رنځېدلو افغانانو په غم کی . همدا علت دی چی طالبان ورځ په ورځ غښتلي کیږی . دغه تریخ حقیقت او د امریکایی ولس زیاتېدونکیً نارضایًیت دی چی امریکا دې ته اړباسی چی د ناټو او خپلو نورو ملګرو پښه ( حتی که صرف په نوم هم وی ) افغانستان ته را داخله کړی او په دې ارتکاب کی هغوی هم ټول د ځان شریکان کړی .
خو پیښي ، پرمختیاوی او د افغانانو ارثی ځانګړتیا دا ښیًی چی : د یو غیر مشروع رژیم جبرأ مشروع کول د بهرنیو اشغالګرانو تر وس وتلیً دﺉ ، آن که هغوی هرڅومره ډیر شتمن او د پوځی پلوه بې رقیبه هم وی . امریکا او لویدیځ نسی کولای چی افغانستان ته په جعلی او ساختګی انتخاباتو سره دیموکراسي تحفه کړی . دا یو تریخ حقیقت دی چی د « تروریزم پر ضد جنګ !؟ » او د نفتی منابعو په سر شخړه د یوې سِکې دوه مخونه دي . په رښتیا چی تروریزم د بې وزلو جنګ دی ، او جنګ بیا د شتمنو تروریزم دی ! والسلام ، ( ن . صمد )