مشر،زعیم،لارښود او یا لیډر د یوې ټولنې په جوړښت کښې یو ستر او مهم رول لوبوی،یعنې هر هغه ټولنه چې د یو هوښیار او پوه مشرتابه څخه برخمنه وی دغه ټولنه په خپل چاپیریال کښې یوځانګړۍ حیثیت لری او د نیکمرغو ډلو څخه شمېرل کیږی .
هر انسان په طبیعی ډول د زعامت یا مشرتابه هیله لری ، څوک غواړی د یوې مؤسسې یا ادارې زعیم واوسی او څوک بیا غواړی چې د یو قام یا هېواد په سطح مشرتوب وکړی او پدې توګه وکولای شی څو خپل متابعین د هغوی د هیلو د بشپړولو لپاره ځان ته وهڅوی.
خو دغه هر لارښود او مشر که دادارې په سطح وی او یا هم که د یو قام او هېواد په سطح وی که ځینې ځانګړتیاوې او کیفیتونه ځان کې پلی کړی کولای شی یوښه مشر پاتې شی او خپله ټولنه د نیکمرغیو خواته بوځی.
زمونږ هېواد افغانستان کښې چېرته چې یو ښه او دباور وړ قائد ته سخت ضرورت دی، مشرتوب په توره لیکه ولاړ ده دلته مشرتوب د یو جادویی کار شکل اختیار کړیدی، د هېواد زعامت د یو څو زورورو شخصیاتو پورې چې غواړی خلک په خپلو جذباتی نعرو او د درواغو وعدو ځان ته راکښ کړی، محدود شوی دی .او هغه څوک چې د ملت مشرتابه ته اړوند خلک دی ددوی له خوا په بېلابېلو تورونو او نومونو بدنامه شویدی ، دوی غواړی څو خپل حاکمیت په هېواد کې قوی کړی او پدې توګه د هېوادوالو خپلواکي سلب او ددوی حق تر خپلو پښو لاندې کړی .
پدغه حال کښې چې هیواد یو ملی قاید ته اړتیا لری باید ځان پدې پوه کړو چې اصلاًدغه قیادت ته کمې ځانګړتیاوې خپلول پکار دی او په کوم ډول یو مشر کولای شی خپل بیده ملت راویښ کړی او د خپل ټاټوبی بیا رغونې ته یې ولمسوی .
د یو مشر یو ستر خاصیت دادی چې هغه تل په لټه کې وی هېڅکله هم دااحساس نکوی چې هغه منزل ته رسیدلې دی همدارنګه هغه تل د هر ډول حالاتو زده کړه کوی او پدې توګه د پرمختګ په لوری روان وی .
یو ښه مشر هیڅکله هم هغه څوک نه تهدیدوی څوک چې له ده څخه هوښیار او پوه وی بلکه په ډیر مهارت سره د هغوی د علم نه ګټه پورته کوی ،هیڅ یو کار بې مشورې نه کوی، ټولې ستونزې د مرکو او جرګو له لارې حلوی .
ښه مشران د ژوندانه په هره لار کښې که هغه سوداګریزه وی او که کورنیزه، او یا هم که دروغتیا او چاپېریال پورې اړونده وی د خپلې ټولنې مرسته کوی او تل هغه پریکړه کوی چې په بشپړه توګه د یوې ډلې په ګټه وی .
تر ټولو مهم ټکۍ چې یو مشر یې باید په ځان کښې پلی کړی هغه د مشر عالی،نیک او دوستانه اخلاق او انګیرنه ده یعنې کوم مشر چې د نیکو اخلاقو خاوند وی او تل خپلو خلکو ته په خوشحاله طبیعیت په مخه ورځی،کولای شی هر ډول ستونزې په خورا همت او مهارت سره حل کړی او هیڅکله هم د ستونزو څخه نه ویریږی بلکه له هغو سره مقابله کوی او پدې نظر ورته ګوری چې باید څه ترینه زده کړی .
همدارنګه مشرانو ته پکار دی څو تل خپلوکارونواو پریکړو کښې خپلواک وی، هیچاته هم دده په کارونو کښې د ګوتو وهلو اجازه ورنکړی او هم باید خپل کار چاته پرینږدی .
مشران باید د ژوند په هر ډګر کښې له ډیرې موازنې او عدل څخه کار واخلی، له دې سره سره چې هغوی په خپل قدر، حیثیت او مقام ښه پوه وی خو ولې بیاهم هیڅکله نه غواړی باټې ووهی او یا په خپل حیثیت مغروره شی .
په خپل ځان ډاډمن اوسیدل د یو مشر تر ټولو ضروری عادت دی، یو مشر باید تل ځان محفوظ وګڼی او ډاډمن او هیله من واوسیږی ، هغه رهبر چې ډاډ او اطمینان ولری لویو لویو ستونزو ته بریالیتوب سره په مخه ورځی ، په آسانۍ سره ناهیلی کیږی نه او ناڅاپی حادثې ددوی لپاره خنډ نشی جوړیدای .
یوبل ځانګړی خاصیت چې د یو رهبر لپاره ډیر اهمیت لری هغه قطعی او مثبت فکر دی ،د قطعی او مثبت فکر نه مراد دادی چې یو مشر باید ډیر اختیارمن، ذی اثر، اغیزناک، قانع او بې جلوې وی او باید تر ډیره حده د بحث کولواستدلالی وړتیااو فصاحت ولری .
یو مشر د پلان جوړولو په وخت معلومیږی یعنی په دغه وخت کښې باید له ډیری هوښیاری او ځیرکتیا څخه کار واخلی، زړه ونه غورځوی او نه هم د خپلو پلویانو اعتمادله لاسه ورکړی ،دارنګه یو مشر یا زعیم کله چې په غلطه روان وی باید له خودسری نه کار وانخلی خپله غلطی او ګناه ومنی او د حل لپاره یې ګام اوچت کړی ،په همدې ډول کله چې دۍ په صحیح او سمه لار روان وی باید خپله لار کښې هیڅ ډول مانع او خنډپرینږدی او خپل کار سر ته ورسوی .
جرأت او زړه ورتیا د یو قوی مشر نښه ده یو قوی مشر تل په نورمال او عادی ډول احساس کوی حتی هغه وخت هم کله چې حالات ناوړه او زیږ وی او له غټو شخړو په حل کښې د خطرونو سره مقابله کوي .
که څه هم مونږ تر دې ځایه د مشرتابه په هکله ډیرې خبرې وکړې ولې بیا هم نشو کولای دا اوږده او پېچلې موضوع دلته وڅیړو او په بشپړه توګه یې بیان کړو خو له دې سره سره زه غواړم د یو پیاوړی مشرتوب څو نمونې چې په ژوندۍ بڼه زمونږ مخې ته پرتې دي وړاندې کړم چې هغه زمونږ د خوږ نبی حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم)او د هغه د یارانو(رضی الله عنهم اجمعین) ژوند او د مشرتوب دورې دی،د نبی (صلی الله علیه وسلم) او د هغه د اصحابو (رضی الله عنهم اجمعین) ژوند زمونږ لپاره لوی درس ده چې دغه موضوع پکې له هرې خوا څېړل شوې ده که په ځیر سره وکتل شی چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په بېلابېلو حالاتواو ستونزو کښې په کوم غښتلی اټکل سره حالات څارلی او په کوم مهارت سره چې هغه د خپل قوم زعامت پر مخ بوولی نن دهغه مشرتوب او زعامت زمونږ دپاره د یوې لویې کړنلارې په انځور کښې پروت دی، زما مقصد دادی چې که د اسلامي نړۍ نني مشران اوچارواکی دخپل لوی لارښود جناب نبی کریم (صلی الله علیه وسلم)لارې خپلې کړی نو ددوی په مخ پرتې ټولې شخړې به هوارې شی او اسلامی نړۍ به یووار بیا د آسمان سره خبرې وکړی .
له بلې خوا که د ټولنې هر غړۍ دغه نښې او ځانګړتیاوې خپل انفرادی ژوند کښې عملی کړی او ددغو لارښودنو په مرسته د خپلې کورنۍ،خپل ښوونځی اوټولګی،د خپل ګاونډ(همسایګی)، خپل اداره، دوکان او یا د کوم بل سوداګریز مرکز څارنه وکړی نو دا ټولنه به په آسانۍ سره له دې ستونزوپاکه شی او بالاخره ټولنه به د یو ښه لارښود او مشر څخه په برخمنه کېدو د نیکمرغۍ او خوښۍ خوا ته پل کېږدی .