کور / تازه خبرونه / القاعده: د يمن مشران نه دي وژل سوي

القاعده: د يمن مشران نه دي وژل سوي

په يمن کي د القاعدې شبکې د حکومتي پوځ هغه راپورونه رد کړل چي ويل يې په دغه هيواد کي د القاعدې شپږ مشران وژل سوي دي.
د القاعدې شبکه وايي د دوى د يمن د څانګي مشر قاسم الرئمي ژوندى دئ خو ځيني کسان يې په حمله کي ټپيان سوي دي.
تر دې دمخه د يمن حکومت د امريکا د جنګي الوتکو په بمباريو کي د قاسم الرئمي او پنځو نورو قومندانانو د وژني خبر ورکړئ وو.