کور / تازه خبرونه / تازه خبر: کابل ته ٢٠ ځانمرګي ننوتلي

تازه خبر: کابل ته ٢٠ ځانمرګي ننوتلي

د کابل په ښار کي دننه همدا اوس هم د ډزو ږغونه اورېدل کېږي، خلګ يوې او بلي خواته په منډه دي او د پوليسو او پوځ موټرونه هم وارخطا يو او بل پلو ته ځغلي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي يوه ډله وسله والو پر ښار پښتونستان واټ حمله کړې چي اوس هم جنګ ورسره روان دئ.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته وويل دغه حمله دوى کړې، ٢٠ وسله وال يې ښار ته دننه کړي دي او په حملو يې لاس پوري کړئ دئ.
د مجاهد په وينا د دوى کسانو جمهوري رياست ماڼۍ، د عدليې وزارت، د افغانستان بانک، د کابل سرينا هوټل او ځيني نور حساس دولتي دفترونه په نښه کړي دي.
د دې حملې د مرګ ژوبلي جزيات تر اوسه نه دي څرګند خو په ښار کي ډزي اوس هم رواني دي.