نن بیا زمونږ پر کور جوړه کربلاه ده
نړ ید لی د کلی هره قلا د ه
لویه لاره پر سرو وینو لت پت شوله
ګودر هم ځوزیدلی را ته جلا ده
د تنکیو ګلانو جنازه و شوه
پر هدیرو د خوارانو واویلا ده
دې لوری ته غم دی بل هځ ځه نشته دی
بره کښې د ځینو هسی جوړه غلا ده
نور په دې دنیاګې کښې مو قصور نشته
بس پښتانه یو چه مو مېنه تالا ده