ذاکر حسین د ۱۹۵۱ ز کال د مارچ دمیاشتي په ۹ نېټه چي د ۱۳۲۹ لمریز کال د حوت دمیاشتي د ۱۸ نېټې سره سمون خوري دهندوستان د ماهاراشترا ایالت په مرکز مومبۍ کښي زېږېدلئ دئ .
د استاد الا راخا زوی ذاکر حسین د ماحیم په سیمه کي په (St. Michael’s High School) ښوونځۍ کښي زده کړي کړي او په مومبۍ کښي د (St Xaviers) څخه فارغه سوئ دئ . نوموړی اوس د موسیقی پروډیوسر، فلمي لوبغاړی، دفلمي موسیقی آهنګ جوړونکی او تکړه طبله وهونکئ دئ .
حسین په کم عمر کښي ډېر چالاک،هوښیار او د وخت په ارزښت پوه و . ده په ۱۲ کلنۍ کي نورو هیوادونو ته د خپلي وظيفې د پرمختګ لپاره سفرونه کړي دي . په ۱۹۶۳ ز کال کي يې دهندوستان د پتنا په ښار کي مسلکي کنسرټ ورکړ او د هغه وخت څخه بیا تر اوسه پوري په خپله وظیفه کي د لاپرمختګ هلي ځلي کوي .
نوموړي په ۱۹۷۰ ز کال کي د امریکا متحده ایالاتو ته سفر وکړ او په دې وختونو کي یې د کاله تقریبا ۱۶۰ کنسرټونه ورکول . علاوه پر دې یې ډېر البمونه هم ثبت کړي دي .
همداشاني نوموړی د “بیل لاسویلس” نړیوال موزیک عالي ډلي “طبله بیټ ساینس” د بنسټ ايښودونکو څخه هم شمېرل کیږي .
په مومبۍ او سان فرانسیسکو کي د طبلې ډیری تکړه او پرمختللي شاګردان د طبلې د تکړه استادذاکر حسین په لاس روزل سوي دي . ذاکر حسین د “ګلوبل ډرم پروجیکټ” تر څنګ په ډیرو داسي نورو پروژو د نړیوالو هنرمندانو سره یو ځای ونډه درلوده .
حسین د کاتاک ډانسري”انټونیا مننېکول” سره واده کړئ دئ او استاده “انټونیا مننېکول” په عین حال کښي د ذاکر حسین د منېجري وظیفه هم اجرأ کوي .
فلمي نړۍ :
حسین په ۱۹۸۳ زېږدیز کال کښي د هیټ اینډ ډسټ (Heat and Dust) په فلم کښي درول لوبولو ترڅنګ دکمپوز بعضي چاري هم ترسره کړي دي . نوموړي د واناپراستهام (Vanaprastham) په فلم کښي د هندي موزیک د مشاور په حیث رول لوبولئ او ترڅنګ یې کمپوز هم ورکړئ دئ . دې فلم په ۲۰۰۰ زېږدیز کال په ترکیه کښي د استانبل نړیوال فلم فیستیوال جایزه، په ۲۰۰۰ ز کال کښي په هندوستان کښي د بومبۍ نړیوال فلم فیستیوال جایزه او په همدې کال کښي بیا هم په هندوستان کښي د نېشنل فلم جایزه ګټلې ده .
نوموړي په ډیرو فلمونو کښي کمپوز کړئ دئ او همداراز ډېر فلمونه د استاد دطبلې د ږغ له برکته د فلم کتونکو تر سترګو ښه ایسي .
ذاکر حسین په لاندينیو فلمونو کښي کار کړئ دئ :::
– په ۲۰۰۸ زېږدیز کال کښي د (The Rhythm Devils Concert Experience) په نامه ډي وي ډي .
– په ۲۰۰۶ زېږدیز کال کښي د (The Way of Beauty) په نامه ډي وي ډي .
– په ۲۰۰۳ زېږدیز کال کښي (The Speaking Hand: Zakir Hussain and the Art of the Indian Drum) .
– په ۱۹۹۸ زېږدیز کال کښي (Zakir and His Friends) .
– په ۱۹۸۳ زېږدیز کال کښي (Heat and Dust) .
ترلاسه سوي جایزې :
– په ۱۹۸۸ زېږدیز کال کښي د هندوستان د حکومت لخوا د پېډما شري جایزه
– په ۲۰۰۲ زېږدیز کال کښي د هندوستان د حکومت لخوا د پېډما بوشان جایزه
– په ۱۹۹۰ زېږدیز کال کښي د اینډو-امېریکن په نامه جایزه
– په ۱۹۹۱ زېږدیز کال کښي د هندوستان دولسمشر لخوا د سنګیټ ناتاک اکېډمي جایزه
– د ۲۰۰۹ زېږدیز کال دفبروري دمیاشتي په اتمه نېټه یې د ميکي هارټ، سیکیرو اډېپوجو او جیوانني هیډالجو سره یو ځای د ګرېممي ۵۱مه جایزه ترلاسه کړه .
ددې جایزو سره ترڅنګ یې د ګوتو په شمار نوري جایزې هم ګټلي دي .
د طبلې استاد ذاکر حسین اوس د نړۍ په کچه ډیر مینه وال لري .
البمونه :
د البم نوم او کارکوونکي يې | کال (زېږدیز) |
Global Drum Project – Mickey Hart, Zakir Hussain, |
|
Soukha – V. Selvaganesh (with John McLaughlin, |
|
Sangam – Jazz collaboration with bandleader Charles Lloyd. | 2006 |
Maestro’s Choice Series One – Alla Rakha & Zakir Hussain | 2005 |
Punjabi Dhamar | 2004 |
Raag Chandrakauns | 2004 |
Live at 38th Montreux Jazz Festival – Remember Shakti | 18-Jul-04 |
Live at Miles Davis Hall – Remember Shakti | 8-Jul-04 |
The Best of Mickey Hart: Over the Edge and Back – Mickey Hart | 2002 |
Selects | 2002 |
Saturday Night in Bombay – Remember Shakti (Universal Records) | 2001 |
Tala Matrix – Tabla Beat Science | 2000 |
Spirit into Sound – Mickey Hart | 2000 |
The Believer – Remember Shakti | 2000 |
Remember Shakti – Remember Shakti | 1999 |
And the Rhythm Experience | 1998 |
Supralingua – Mickey Hart | 1998 |
Essence of Rhythm | 1998 |
Magical Moments of Rhythm | 1997 |
Kirwani | 1997 |
Mickey Hart’s Mystery Box – Mickey Hart | 1996 |
Raga Aberi – Shankar | 1995 |
Jog And Rageshri | 1994 |
Music of the Deserts | 1993 |
Flights of Improvisation | 1992 |
The One and Only | 1992 |
Planet Drum – Mickey Hart | 1991 |
At the Edge – Mickey Hart | 1990 |
Tabla Duet | 1988 |
Making Music | 1987 |
The Apocalypse Now Sessions – Rhythm Devils Rykodisc | 1979 |
Natural Elements – Shakti with John McLaughlin | 1977 |
A Handful of Beauty – Shakti with John McLaughlin | 1976 |
Diga – Diga Rhythm Band | 1976 |
Shakti – Shakti with John McLaughlin | 1975 |
Rolling Thunder – Mickey Hart | 1972 |
Shanti | 1971 |
Evening Ragas” Vasant Rai | 1970 |
په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کښي استاد حسین په یوه کنسرټ کښي د طبلې وهلو پر مهال
د ژباړلو نېټه : 2009-12-29 چهارشنبه