پاکستاني مقامات وايي د پاکستان د ملي آيرلاين پي، آى، اې الوتکي د تښتوني پلان يې شنډ کړئ دئ.
د پاکستان د آج تلوېزون په دې هکله يو خبر خپور کړ، چي پاکستاني استخباراتو د پي، آى، اې د تښتولو پلان تر عملي کېدو دمخه خنثى کړئ دئ.
پاکستاني استخباراتو د افغانستان ملي امنيت او د هندوستان استخبارات په دې پلان کي په لاس لرلو تورن کړل.
آج تلوېزون وايي پلان داسي جوړ سوئ و چي الوتکه تر تښتولو وروسته د کندهار هوايي ډګر کي کښته کړي او بيا يې د ځينو شرايطو په ايښودلو چي د بلوچستان موضوع هم پکښي شامله وه، خوشي کړي.
د آج تلوېزون د خبر په هکله لا تر اوسه افغان مقاماتو کوم غبرګون نه دئ ښودلئ.
بايد وويل سي چي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په ١٩٩٨ کال د کشمير جنګياليو د هندي آيرلاين يوه الوتکه افغانستان ته تښتولې وه، په کندهار کي تر ناستي وروسته د طالبانو په منځګړتوب له هندوستان سره دکشميري جنګياليو د مشر مولانا مسعود اظهر په تبادله الوتکه له ټولو سپرليو سره خوشي سوه.