ساقي مستي پيالي راکه چي غمونه مي ټول هير شي
په ترخو اوبو مي مست که چي د رنځ شيبي مي تير شي
*
د بيلتون په سره بټي کي ټول اندام مي سوځيږي
په مخ اوښکي مي له سترګوڅاڅکي څاڅکي بهيږي
وار په وار پيمانه راکه چي نيشه مي پسي ډير شي
*
د رقيب په تذويرونو مرور رانه يار شوي
د ريبار په مخ، جانان مي ډير ګليي را ځني کړي
ليوني را ځني جوړ که چي ر قيب رانه په وير شي
*
هسي مست مي په شراب که چي له عقله بيګانه شم
پخپل شرم ونه پوهيږم ، په نيشه کي مستانه شم
څو حالت مي په نيشه کي دم په دم مجنون په څير شي
*
هوښياري کي ځوريږم پناه تاته مي راوړي
ځما د ميني ريبار ، يار له خپل کوره شړلي
ماته هسي کنډول راکه چي مي سترګي تير او بير شي
*
جرمني ۲۲-۱-۲۰۰۸