هآغه ده!!هلته لرې شين بڼ راته ښكاري
له بڼ نه چاپيره سيمي كټاره راتاو ده
ښايسته، ښايسته ګلان هرې خواته شنه دې
…سره، سپين، ژيړ بخن اوو څومره ډير ګلان دي
په بڼ كې هرې خوا نرى، نرى لارې جوړې شوي
او!! هآغه ده هلته يو دوكان شته
د دوكان مخې ته ميزونه او څوكۍ ښكاري
اوو هوو!! د اوبو څومره ښايسته فواره ده
دا او څومره رڼي دي
رنګه، رنګه مرغاوى په حوض كې لامبي
د حوض چاپيره د نښترو وني ولاړې دي
له ونو څخه د چڼچنو ډير زړه راښكونكې آوازونه پورته كيږي
اوو! هآغلته يو ګلالى ماشوم
څومره ښكلې جامې لري
پلار يې له لاس نه نيولى او ورو، ورو ورسره روان ده
پلار يې كله ور ټيټ شي او څه ورته وواېي
داسي ښكاري چې ماشوم يې ډير پرې ګران ده
اوو هوو!! څومره ډير ماشومان بڼ ته را ورسيدل
ګومان كوم! هر يو ماښام همدغه بڼ ته راځي
دغه ده يو كمكى ماشوم په بايسكل ځغلې
د هغه زړه سواندې مور ورسره ورو، ورو قدم واهه
وګوره!! هغه ده هغۍ ښايسته جنۍ ته يې پلار له دوكان څخه آيسكريم واخسيته
هى!! دغې دي نور ماشومان، ټول زما همزولې دي
…هغوى له يو بل سره لوبې كوي، منډې وهي…
ميندې او پلرونه يې هآغلته ناست دي
…هو!! هغوى ميله جوړه كړې ده
وګوره، وګوره!! هغه بل سړى د خپلو ماشومانو تصويرونه اخلې
هغه خپل ماشومان په ګلانو كې ودرول
نه، نه ټول يې ونه دريدل
ځينې يې د نورو تر مخې كښيناستل
هغوى رنګينې جامي اغوستي دي
!!!دوى څومره خوشاله دي
رښتيا!! هغوى هره ورځ ښوونځي او وړكتون هم ځي
هلته سبقونه وايې
ټولو نه به غټ،غټ خلك جوړ شي
هو، د همدې لپاره زه نن دغه بڼ ته راغلى يم
په دغه لوى بڼ كې …
د دغو خلكو په منځ كې …
خو!! زه هيڅوك نلرم
هيڅوك له ما نه پوښتنه نكوي
هو!! زه ښايسته جامې نلرم
هيڅوك ما خپل خواته نه پريږدي
هيڅوك زما تصوير نه اخلې
او هيڅوك راته آيسكريم نه اخلې
!؟ او خدايه څه وكړم چې دوى له خپل ژوند نه خبر كړم
نه، نه كيداى شي څوك مې ورټې
… او له دغه بڼ نه مې وباسي
نو بيا به مې دغو مزو ته نه پريږدي
نه داسي نده
دوى خو ډير هوښيار خلك دي، او ما به ونه رټې
راځه الله به خير كړې
په دغه ماشوم غږ كوم
هي!! زما ملګريه
هي !! همزوليه
ولې زما خبره نه اورې
د رب لپاره!! ما ته غوږ شه
زه له تانه خيرات نه غواړم
ګوره!! زه له ډير لرې ځاى نه راغلى يم
تر څو دغه ځاى ته را ورسيدم
زه له تا څو نه ډير څه نه غواړم
آيا پوهيږى چې زه له تاسې نه څه غواړم؟!
نه، نه تا څو نه پوهيږى
دا ځكه چې د دنيا دستور همدا ده
كله چې د يوه جامې زړي وي
او په ټولنه كې پر نورو غږ وكړي
سمدستي هغه ته ځواب وركوي!! زه ما معاف كړه!!
آلله دې دركړې!! زه نور مه دريږه!!!
خو ما ته غوږ شه زه پيسې نه غواړم
زما غوښتنه واوره
كه نه ته به هم زما په شان شې
… او كچيرې ته نشوې، نو ستا ورور او يا بل خپل به داسې شي
هو!! زه يواځې او يواځې يوه غوښتنه لرم
كله په ژړا شى ګورى تاسو چې
نو! مور مو شيدې او يا نور خوندور خواړه دركوې
رښتيا!! هغه بسكيټ مو چې پلار له بازار نه راوړې هغه دركوي
آيا پوهيږى ؟؟
كله چې زه په ژړا شم نو مور مې څه راكوي ؟؟
زه هم ستاسو ملګرى او همزولى يم
زه هم كله، كله ژاړم
كله چې وږى شم نو بيا خو ژاړم
مور مې خپل كار ته نه پريږدم څه فكر كوى، آيا زه پرې ګران نه يم !؟
نه، داسې نده
زه پرې ځښت ډير ګران يم
ټوله شپه راته ويښه ناسته وي
خو د ورځې … هو! د ورځې په اوږدو كې هغه كار كوي
موږ ته ډوډى ګټي
هغه لوړ همت لرې
رښتيا!! زما كمبخته مور په خپلو نازكو ګوتو تاسو ته غالۍ اوبې
هو! كومې غالۍ چې ستاسو كور پرې ښايسته شوى
آيا پوهيږۍ چې دا چا اوبدلې دي؟
دا ټولې زما مور اوبدلې دي
هو!! كله به چې زه ژاړم هغه ډيره خفه كيږې
هغه زما ژړا نشې زغملى
هغې سره هيڅ شى نشته
او كه ورسره هم وي، نو پرې وخت لګيږي
!!! هو!! زما كمبخته مور يواځې او يواځې ترياك لري، هو ترياك!!!!!
ډير نه، كله چې په ژړا شم د يوه نخود قدرې راكوي!!
تر څو ويده شم
او هغه خپل كار ته پريږدم
نو د رب لپاره
د لوى څښتن لپاره
د هغه كريم ذات لپاره
زه نن په خوب كې دغه بڼ ته راغلى يم
تر څو تاسو ته سوال وكړم
تاسو ته خپله لمن وغوړوم
زه هم ستاسو په شان ماشوم يم
انسان يم
زه هم غواړم چې وړكتون ته لاړ شم
ستاسو په شان ښونځې ته لاړ شم
په همدغه بڼ كې تاسو سره ميلې ته راشم
په ويښه راشم او تصويرونه واخلم
خپلو همزولو سره لوبې وكړم
يو يو ځل بيا تاسو ته عذر كوم
سوال كومه
پر ما رحم وكړى
خپلو ميندو او پلرونو ته ووايې
تر څو زموږ كلې ته راشې
زما مور …. هو زما مور ته راشې
دلته زما ډير همزولې دې
بيا د هغو ميندو ته هم ورشې
تر څو هغو ته ووايې
چې دا نه خواړه دې!!! او نه درمل!!! دا زهر دې … زهر
په خپلو ګلاليو ماشومانو ورحميږى
خپل نازولې ماشومان په ترياكو مه كراروى
دا خو زهر دې
كله چې ځلميان شې بيا به روږدې وي!!
او د دغې بې وزلې ټولنې پر اوږو به يو پيټى … هو پيټى وي!!