پر لپسې وژنې او زموږ د بشري حقونو د كميسيون پټه خوله پاتې كېدل، ډېرې پوښتنې راولاړوي، موږ نه پوهېږو چې له بهرنيانو سره كوم قرارداد شوى، چې د افغانانو د وژنې پوښتنه به نه كېږي او كه څه كيسه ده، چې هېڅوك يې هم پوښتنه نه كوي. موږ افغانان په پرلپسې توګه وژل كېږو خو داسې څوك نه شته چې پوښتنه مو وكړي، ولسمشر يې يوازې په غندلو، خواخوږي څرګندولو، په يوه وژل شوي باندې د ۵۰ زره افغانيو د وېشلو باندې پاى ته رسوي، خو په اصل كې د يوه انسان د وژنې ارزښت په څو پيسو سره نه پوره كېږي. كه چېرې يې ولسمشر او نور چارواكي پوښتنه نه كوي او يا هم په جوړجاړيو بوخت دي، نو د بشر حقوقو خپلواك كميسيون ولې دومره ناخپلواك شوى، دوى يې ولې په كلك هوډ سره په ملګرو ملتونو كې د دې موضوع په جدي توګه پوښتنه نه كوي.
د سيما ثمر د چپ پاتې كېدو سره مې د نوموړې يوه خبره چې په يوه مجلس كې چې زه او يو بل كس ورسره ناست و وكړه، را ياده شي. زما ملګري له نوموړې پوښتنه وكړه چې ډاكټر صاحب تاسې ولې راتلونكو ټاكنو ته (چې هغه د ولسمشرۍ لومړۍ ټاكنې وې) ځان نه كانديدوى، نوموړې په ځواب كې ورته وويل، ((دا چې زه د خپلو هېوادوالو لپاره دا جهاد چې همدا اوس په كې بوخته يم وكړم دا ډېره لويه خبره ده دا د فساد حكومت دى او په دې حكومت كې د افغانانو پوښتنه نه كېږي، خو زه به د هر افغان د مړينې، ژوند او ستونزو پوښتنه كوم.)) اوس څه شوه هغه سيما ثمر چې دا ډول شعارونه يې وركول، ولې يې شعارونه په خوله كې بند پاتې شول، ولې يې د هسكې مېنې، بالابلوك، عزيز آباد، سيدآباد، شاه ولي كوټ، چاردرې او په دې لنډو ورځو كې د روداتو پوښتنه ونه كړه، او كه دا ښاغلې په هېواد كې خلكو ته د دوى د تذكرې له مخې ارزښت وركوي چې د كومې سيمې دى.
د بهرنيو ځواكونو له لاسه زموږ تنكي زلمي په قصدي ډول وژل كېږي خو زموږ بشري حقونه يې په كيسه كې هم نه دي. د دولت چارواكى او د كونړ والي ښاغلی فضل الله واحدي ويلي چې که څه هم په کونړ کې د امنيتي ځواکونو لپاره د همغږۍ اداره شته، چې بهرني پوځيان هم بايد په همغږۍ عمليات وکړي، خو له بده مرغه په دغو عملياتو کې له دې ادارې سره هېڅ سلا مشوره نه ده شوې.
د افغانستان ختيځ کونړ ولايت چارواکو ويلي چې د ناټو په پوځي عملياتو کې لس کسه ولسي وګړي وژل شوي، چې اته يې زده کوونکي دي.
د کونړ والي سيد فضل الله واحدي همدا راز رسنيو ته څرګنده كړې، چې سيمې ته د استول شوي پلاوي لومړنۍ موندنې ښيي چې په عملياتو کې لس کسه وژل شوي چې اته يې د ښوونځي زده کوونکي دي: ((زموږ له خوا د لېږل شوي پلاوي په مټ معلومه شوه، چې لس کسه وژل شوي، چې اته يې د ښوونځي د بېلابېلو ټولګيو، لکه نهم، لسم او يوولسمو ټولګيو زده کوونکي دي، دوی په ځمکنيو عملياتو کې وژل شوي.))
آيا دا افغانان نه دي چې سيما ثمر يې پوښتنه وكړي؟
آيا دا زده كوونكي د دې هېواد راتلونكي روڼ اندي نه دي؟
آيا دا زده كوونكي مور او پلار نه لري؟
دا چې زده كوونكي او وژل شوي كسان افغانان، ملكي وګړي، او د دې هېواد اوسېدونكي دي، نو بيا ولې يې د بشري حقونو مشره پوښتنه نه كوي؟
آيا دا پرته له دې بله كومه دنده هم لري چې تر دې د ډېر ارزښت لرونكې وي؟
آيا تر دې اهمې پېښې هم شته چې د دې پېښو د پلټلو مخه يې نيولې وي؟
خو نه داسې نه ده! سيما ثمر نه غواړي چې د افغانانو وينو ته ارزښت وركړي، افغانان نړيوالو ته داسې وښيي چې دا هم بشر دى، بلكې نن ورځ نړيوال افغانانو ته د يوه مصرفي توكي په توګه ارزښت وركوي.
موږ له خپلو ټولو چارواكو څخه غواړو څو خپلو افغانانو ته د ارزښت په سترګه وګوري او بهرنيانو ته وښيي چې موږ خپلو هېوادوالو ته درناوى لرو، كه نه وي د فرانسې له لومړي وزير څخه دې زده كړي، هغه وخت چې په سروبي كې فرانسويان ووژل شول، لومړى وزير يې په هوايي ډګر كې د خپلو وژل شوو سرتېرو د وروړو په انتظار ولاړ و او د دوى په ليدو يې اوښكې تويولې، خو زموږ د بشر حقوقو ټولنې يوه ورځ هم د عزيز آباد د يتيمې زهرې او نورو سلګونو يتيمانو په حالت زړه سوى ونه كړ او نه يې اوښكې پرې تويې كړې.
بهرنيان د يوه امريكايي سرتېري د وژل كېدو له امله ټوله هغه سيمه بمباروي په كومه كې چې هغه سرتېرى وژل كېږي. دوى ته اوس څرګنده شوې ده چې دلته هېڅ داسې څوك نه شته چې پوښتنه يې وكړي، ولسي جرګه چې ځانونه د خلكو استازې او د خلكو د ستونزو پوښتونكي بولي هم يوازې په دې بسنه كوي چې له جرګې څخه د احتجاج په توګه ووزي. كه چېرې دوى په رښتيا هم د افغانانو د مړينې پوښتنه كولاى نو ولې يې په دې څو كلونو كې د داسې پېښو په كېدو سره يوه هم استعفاء ور نه كړه. كه حالات همداسې وي، نو افغان چارواكي او بهرنيان ټول دې په دې پوه شي چې افغانان به نور پټه خوله پاتې نه شي، كه چېرې يې څوك پوښتنه نه كړي دوى به په خپله، خپله پوښتنه وكړي او نور به هېڅ كله هم د بشري حقونو ټېكه دارې سيما ثمر او يا هم نورو تش په نوم چارواكو ته هيله ونه لري.
د لمريز ۱۳۸۸ كال د مرغومې ۱۹ مه