نن د يکشنبې(اتوار) په ورځ د پښتو ادبي غورځنګ کوټي له خوا په اداره ثقافت کښي د جنوری پر ۱۰، نېټه ۲۰۱۰- م د ارواښاد عزيز الله غمزده په ياد يوه ورځنۍ ياد غونډه جوړه سوه.
غونډه سهار د يولسو بجو په شاو خوا کښي د قرآن عظيم الـشان په مبارکو آيتونو سره پيل سوه تلاوت حافظ احمد”ستايوال” وکړ د غونډي د وياندي چاري ځوان شاعر محمد نعيم آزادپرمخ بېولې د مشرتابه څوکۍ فولکلوريسټ څېړونکي ښاغلي سيال کاکړ ته وسپارل سوه د مېلمه څوکۍد پښين څخه را بلل سوي ليکوال او شاعر پروفيسر صاحبزاده حميدالله صاحب ته وسپارل سوه پر دريځ باندي چي کومو مېلمنو ته بلنه ورکړل سوه د هغو نومونه په لاندي ډول دي، عبدالله خان کاکړ، عبد الصمد اڅګزی، مقدس خان معصوم، منظور بلوچ، شېر احمد نظامي، حمدالله صحاف کمانډر خدايدا او داسي نور….
د پيل وينا د پښتو ادبي غورځنګ مشر ښاغلي ژړک وکړله هغه د خپلو خبرو په ترڅ کښي وويل چي پښتو ادبي غورځنګ تر اوسه پوري په خپلو هلو ځلو باندي د لمبې مجلې په خپرولو سره او د غورځنګ له لوري تراوسه پوري د شلو عنوانو کتابونو په چاپولو سره د پښتنو نغری تود ساتلی دی او پر دې سربېره يې دوې نړۍ والي څېړنغونډي او درې لمانځ غونډي جوړي کړي دي لکه: د عبدالصمد خان اڅګزي د صحافتي خدمتونو غونډه، د عبد الاحمد محمديار غونډه او د اجمل خټک غونډه، له دې څخه وروسته د پېغامونه لړۍ پيل سوه د پېغامونو په لړ کښي د لر او بر د پېغام په يوه برخه کښي راغلي ول پښتانه اوس پوهېدلي د ي چي خپل مشران په ژوند او مرګ دواړو باندي ولمانځي، د زابل ولايت د لکيوالو پېغام سعيد زابلي ولوست، د باچاخان د مرکز د پېغام په يوه برخه کښي داسي راغلي ول، عزيز ماما تر وروستۍ سلګۍ پوري د A,N,P ګوند غړی و، محب الله ښېراز د سولي مجلې پېغام واو راوه، د خپلواک ادبي ټولني کوټي پېغام فدامحمد محسن واو راوه ، په کراچي کښي د افغان کونسل د فرهنګي څانګي پېغام د هغې څانګي د مشري آغلي پروين ملال له خوا را لېږل سوی و، ښاغلي شېر احمد نظامي د کوټي د کونسليټ پېغام ولوست چي د هغه په يوه برخه کښي داسي راغلي ول، د ده د راتلونکي تلين تر مخه بايد چي د ده آثار چاپ سي او زه هم د يوه پښتون په حيث د ده په دغه کا ر کښي خپله ونډه واخلم(نظامي)، د لطيف اپريدي پېغام هم واورل سو، بيا نعمت الله دلشاد خپل يو نظم چي ماما ته يې ډالۍ کړی و واو راوه، وروسته تر ده، ځوان شاعر کيسه ليکونکي او په کوټه کښي د آزادۍ راډيو استازي بارکوال مياخيل خپله مقاله واوروله چي د ماما په اړه ډېر معلومات پکښي راغونډ سوي ول، ده وويل د ده څلور کتابونه ناچاپ پاته دي او د ده يو ډېر ښه کتابتون چي (۵۰۰۰) کتابونه لري بايد چي په ښه توګه وساتل سي، بيا ډاکټر نصيب الله مجرب خپل يو شعر ووايه، شمس الدين شمس هم په خپل وار باندي د ماما په اړه باندي خبري وکړې، نياز محمد مخمور بيا ماما ته خپل شعر ډالۍ کړ، وروسته بيا عين الدين لمبه خپله مقاله واوروله، ښاغلي قادر نائل هزاره هم خپله وينا وکړه، فاروق سرور هم په خپل وار باندي خبري وکړې، بيا د غونډي مشر مېلمه صاحبزاده حميد الله د خپلي مقالې يوه برخه واوروله چي په هغېکښي داسي راغلي ول:چي عزيز زما خوريی و که څه هم دی د يوه خان په کور کښي زېږدلی و خو ځان ته يې د خان نومول نه غوښتل دی يو داسي وکيل و چي ځان ته يې نه يو پوخ کور جوړ کړ او نه نور څه، زما وراره چي اوس د کوټي واسا ډايريکټر دی هغه به عزيز ماما بالی، چي بيا وروسته ټول ولس ماما بالی دی دولس کلن و چي پلار زموږ کره راواستاوه او بيا زما د مشر ورور عصمت الله آزرده سره اوسېدی ځکه چي د ده اخښی و، بيا عمر ګل عسکر خپله وينا وکړه او وې ويل عزيز ماما يو ټينګ قام پرست پښتون و او د عزيز ماما لائبيري بايد چي و ساتل سي او د هغه قدر وسي، وروسته تر هغه ښاغلي محمد حسين “اور” خپله پر مغزه مقاله واوروله چي په يوه برخه کښي يې داسي راغلي ول، عزيز ماما په کال ۱۹۵۰، کښي د حاجي سدو خان په کورکښي وزېږيد او په ۳ دسمبر ۲۰۰۹ کال د پنجشنبې په ورځ د کوټي په روغتون کښي ومړ، عزيز ماما پښتون اولسي کمېټۍ جوړه کړه او په لومړي سر کښي ده احمد خيل بيا خانزاده او رورسته غمزده تخلص کاوه د ده د خپلو خبرو په دوران کښي وويل پښتانه يوازي جنګالي معرفي سوي دي او هر وخت د دوی په جنګ کښي سينې رغبېل سوي دي او بده خو لا دا ده چي وروسته يې بيا د ګټو څخه هم بې برخي سوي دي، پښتون د نړۍ د قومونو په بار کښي هغه کوږ لرګی دی چي په هيڅ بار کښي نه ځايږي، زموږ قام پرستانو هم د قام پرستۍ څخه يو چاقو جوړ کړی دی چي خپله خټکي او هندواڼې په خوري او د بل چا يې بيا په خېټه منډي، موږ ته يوازي ماضي پاته ده چي هم په وياړو او هم پر ژاړو، عزيز ماما به ويل چي زه ښه پوهېږم چي د ډک سر نه ډک جيب ښه وي ځکه چي ډک جيب د تش سر خلا ډکولای سي خو ډک سر د تش جېب خلا نه سي ډکولای، له ده څخه وروسته واجه منظور احمد بلوچ خپله ډېره د اهميته ډکه وينا واوروله او وې ويل زموږ په ټولنه کښي هغه خلګ ډېر قدر لري چي په څونه اندازه قوم لوټلای سي، آغاجان همدرد، يوسف ساحل، منشي محمد رحيم او نيک محمد مشعل خپل شعرونه واورول،وروسته تر دوی د پښتو ادبي غورځنګ لهلوري د ارواښاد عزيزالله ماما د ادبي او قامي خدمتونو په لړ کښي د خوشال خټک په نامه نومول سوې جايزه د ماما پخواني ملګري د ښاغلي نذير آغا په لاس د ارواښاد و زوی هيواد خان ته ورړکړل سوه چي د برخه والو له خوا د لاس په پړکولو بدرګه کېده.
وروسته ملک عبدالولي کاکړ خپله سياسي وينا وکړه چي په يوه برخه کښي يې داسي وويل هغه وخت چي ماما په افغانستان کښي و ده ويل چي موږ ته د هغه وخت وزير اعظم داؤد خان وويل چي د نن څخه وروسته به تاسي په پاکستان کښي لاس وهنه نه کوی خو موږ ورته وويل چي موږ نه ستا په خوښه دلته راغلي يو او نه ستا په خوښه باندي موږ کارونه کوو بلکه موږ د وطن د پاره کار کوو او د دې لپاره موږ دلته راغلي يو، هغه و چي د ورځي به يې ځيره ټولوله اودشپې به په مسجدانو کښي بيده کېدل، بيا ښاغلي ډاکټر عبد الصمد اڅګزي وينا وکړه چي ډېري نوي خبري پکښې وې هغه د خپلو خبرو په دوران کښي وويل په ۱۹۸۵-م کښي C,I,A پلان جوړ کړ چي بايد پر ډېورنډ خط باندي مدرسې جوړي سي او په هغه کښي خلګو ته روزنه ورکړل سي او د دې کار لپاره يې ۵۰۰ مليونه ډالره چي د يوه کال بودېجه وه بېله کړه او د طالبانو په وخت کښي دوه ښه کارونه چي دوی وکړل دا زما رايه ده هغه دا چي لومړی يې هغه سيميز ځايونه چي د تاجکو راج واړه وه، د ازبکو راج واړه وه او د تورن اسماعيل راج واړه وه دغه ټولي ډلي يې له منځه يووړلې او افغانستان يې له وېشه وژغوره او هغهچا چي موږ يوازي پرې ايښي وو له امريکا څخه بېرته د هغو په غاړه کښي تناو ورواچاوه او افغانستان ته يې را وستل چي زموږ هغه سوي تاوانونه بايد چي اوس بريا کړي، بيا ښاغلي صاحب جان کاکړ ته د وينا بلنه ورکړل سوه او د خپلي وينا په ترڅ کښي يې وويل چي عزيز ماما به ويل چي دلته په پاکستان کښي پدر سري ټولنه ده دلته به ځان ته يو پلار نيسې دا ستا خوښه ده چي هر څوک پلار کوې، بيا د صحاف نشراتي مؤسسي مشر ښاغلي حمدالله صحاف خپله وينا وکړه، بيا د ده کورنۍ غړي عبدالله خان کاکړ وينا وکړه، وروسته ښاغلي کمانډر خدايداد خپله وينا وکړه او د هغې په يوه برخه کښي يې داسي وويل، باچاخان ويل چي ما د نورمحمد تره کي سره ليدنه وکړه او په دغه ليدنه کښي مي و هغه ته وويل چي د انقلاب معنْی دا ده چي لومړی بند جوړ کړل سي او بيا په هغه کښي دسېلاب اوبه يو ځای کړل سي او پر هغه بيا ژوندي خلګ خپل کښت او کرونده وکړي او ستاسي د انقلاب معنْی دا وه چي خلګ بېده ول او سېلاب راغی او د کورونو سره يې ټول يووړل، د غونډي په پای کښي د غونډي مشر سيال کاکړ خپله وينا واورله او غونډه د ماښام پر شپږو بجو پای ته ورسېدله.