په كوټه كې يوه زړه او خونخواره دښمني په دوستي بدله شوه
د يو خبر تر مخه چې نن د سې شنبې په ورځ د جنوري د مياشتي په 22 نېټه په كوټه كې د پښتنو د لويي قبيلې تره كي د دوو خېلو ملي خېلو او ناخېلو د قومونو تر منځ زړه او خونخواره دښمني په داسي حال كې پاى ته ورسېده چې د دواړو خواوو دښمنانو يو او بل ته د دوستۍ غاړه وركړه .
دا روغه جوړو د سيمي د علماءكرام ، مخورينو، سپين ږيرو، او قومي مشرانو په مرسته سرته ورسېده
د يادونې وړ ده چې په دې دښمني كې تر لسو زيات كسان وژل شوي وو