د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د الجزيرې له ټلويزون سره په يوه مرکه کي ويلي د بهرنيانو خپګان او خوشحالي ته کوم ارزښت نه لري.
ولسمشر کرزي ويلي بهرنيان د افغانانو دپاره نه بلکي د خپل ځان د ساتني دپاره افغانستان ته راغلي دي او دى به د لندن په کنفرنس کي د مرستي او پوځيانو غوښتنه ونکړي بلکي د خپل سرو بمباريو د درولو غوښتنه به وکړي.
حامد کرزي دا هم ويلي چي د لندن په کنفرانس کي به د دنيا څخه له طالبانو سره د خبرو د ملاتړ غوښتنه وکړي.
خو د کرزي منتقدين وايي اصلاً بهرنيان د کرزي د خوښۍ او خپګان پروا نه لري. ځکه کرزى بې وسه دئ، حکومت يې په فساد کي غرق، بدنامه او بې کفايته دئ، ځکه نو دئ هم ولس ته د ځان د سپيناوي په خاطر پر لوېديځ باندي هوايي ډزي کوي، کنې د امريکايانو بمبارۍ خو له اتو کالو راهيسي رواني دي، ولي لا ورځ په ورځ ډېرېږي؟
د منتقدينو په وينا د حامد کرزي حکومت د همدغو بهرنيانو په پيسو او بمباريو دوام لري، که بهرنيان نه وي د کرزي حکومت به هم دوام ونکړي.